د پښتونخوا په ځینو سیمو کې پلرونه او مدني فعالان د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي، خو په افغانستان کې نجونې له زده کړو بې برخې دي

د سوات د مینګورې ښار په یوه ښوونځي کې نجونې؛ انځور له ارشیف څخه

په افغانستان کې لا هم میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې دي، خو د پاکستان په پښتني سیمو کې ځینې پلرونه او مدني فعالان د نجونو د تعلیم لپاره هڅې کوي. دوی وايي، بېوزلي، دودونه او د ښوونځیو او لوړو زده کړو د اسانتیاوو کمښت لا هم د نجونو پر وړاندې خنډونه دي.

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل او د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو اوسېدونکي وايي، د نجونو د زده کړو لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرول د کورنیو او ټولنې د پرمختګ لپاره اړین دي.

مدني فعاله وړانګه لوڼۍ وايي، په وړو ښارونو کې هم نجونې تر لسم ټولګي پورې زده کړې کولای شي. د هغې په وینا، په دولتي ښوونځیو کې د فیس نه شتون او د کتابونو او یونیفورم اسانتیاوې له بېوزلو کورنیو سره مرسته کوي.

«په ښارونو کې داسې واړه ښارونه هم شته چې نجونې پکې تر لسم ټولګي پورې زده کړې کولای شي. دلته له بېوزلو کورنیو سره هم مرسته کېږي، یونیفورم او کتابونه ورکول کېږي او په دولتي ښوونځیو کې فیس هم نشته. پښتانه باید د علم او پوهې لارې پرانیزي، څو ناپوهي او د ټولنې ستونزې کمې شي.»

د لنډي کوتل اوسېدونکې خبرياله او مدني فعاله جمايمه افریدي هم وايي، که څه هم د نجونو د تعلیم په اړه د خلکو فکرونه د بدلون په حال کې دي، خو په ډېرو سیمو کې د ښوونځیو او لوړو زده کړو د اسانتیاوو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ده. «زه دا نه شم ویلای چې ټول پښتانه داسې فکر کوي چې ښځو ته تعلیم نه دی پکار یا لوړې زده کړې دې ونه کړي. خو دا ویلای شم چې د اسانتیاوو کمښت شته. که ښوونځي وګورو، په ډېرو ځایونو کې د نجونو ښوونځي کم دي، او چېرته چې شته، هلته هم اسانتیاوې نشته. د لوړو زده کړو او پوهنتونونو امکانات خو بیخي کم دي.»

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې ښځې هم له پوهنتوني زده کړو منع کړې. طالبانو د دغو محدودیتونو د توجیه لپاره د اسلامي اصولو او د خپل حکومت د شرایطو خبره کړې، خو د نجونو د منځنیو او لوړو زده کړو د بېرته پیل لپاره یې تر اوسه کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان کړې.

د بلوچستان د یوې لرې پرتې پښتون مېشتې سیمې اوسېدونکی لعل محمد شاخکيوال وايي، د خلکو د فکر بدلون مهم دی، خو حکومتونه هم باید د نجونو لپاره ښوونځي او د زده کړو مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړی وايي، له ستونزو سره سره هڅه کوي چې خپلې لوڼې لوړو زده کړو ته ورسوي.

«زه په بشپړه توګه د نجونو د تعلیم پلوی یم. زه خپله کلیوال سړی یم او ټولې بچیانې مې سبق وايي. ستونزې لرم، خو هڅه کوم چې د خپلو لوڼو د لوړو زده کړو لپاره زمینه برابره کړم. زموږ کلیواله سیمه ډېره وروسته پاتې ده او دلته اسانتیاوې نشته. زه غواړم چې زموږ لوڼې هم تعلیم وکړي، ښې ډاکټرانې شي او د خپلو کلیوالو خلکو خدمت وکړي.»

د لنډي کوتل اوسېدونکی ریحان خان هم وايي، د نجونو تعلیم نه یوازې د هغوی د راتلونکي لپاره، بلکې د کلیوالو سیمو د پرمختګ لپاره هم مهم دی. د هغه په وینا، په سیمه کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو وروسته د نجونو د زده کړو فرصتونه زیات شوي دي.

زه غواړم چې زموږ لوڼې هم تعلیم وکړي، ښې ډاکټرانې شي او د خپلو کلیوالو خلکو خدمت وکړي.
لعل محمد شاخکيوال، د بلوچستان د یوې لرې پرتې پښتون مېشتې سیمې اوسېدونکی

«پخوا به نجونې تر لومړني ښوونځي پورې تللې، خو له هغه وروسته به یې تعلیم نه شو کولای. په ۲۰۱۸ کال کې، کله چې حالات ښه شول او د نجونو عالي ښوونځی فعال شو، نو د نجونو د تعلیم لپاره زمینه برابره شوه. اوس خلک خپلو لوڼو ته تعلیم ورکوي، خو داسې ښکاري چې بیا یو داسې نظام راروان دی چې زموږ لپاره به ستونزې جوړې کړي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونیسف، د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۴مه ویلي چې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي. د یونیسف په وینا، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده کړو منع دي.

یونیسف له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر زده کړو محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د بېرته تګ اجازه ورکړي.

د لنډي کوتل او بلوچستان د دغو پلرونو او مدني فعالانو خبرې ښيي چې د نجونو د تعلیم ملاتړ په پښتني ټولنه کې شته، خو د ښوونځیو کمښت، بېوزلي او د لوړو زده کړو محدود فرصتونه لا هم د نجونو پر وړاندې خنډونه دي. دوی وايي، د نجونو د تعلیم لپاره باید لارې پرانیستې وي، څو هغوی خپل راتلونکی جوړ او د خپلې ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي