د جګړې له لومړۍ کرښې د ډرون په کارولو سره د یوه ټپي اوکرایني سرتېري ژغورنه

Your browser doesn’t support HTML5

د لومړي ځل لپاره، اوکرایني پوځ د یوه سرتېري د خوندي لېږد لپاره له ډرون کار واخیست. د دغه سرتیري دواړه پښې تر زنګنو ښکته په جګړه کې پرې شوي. اوکرایني پوځیان دغه سرتېری یو "اتل" بولي؛ ځکه د دوی په خبره له کوم ځنډ او شک پرته یې ومنله چې ځان په یوه "هیګزاکاپټر" یا شپږ وزري ډرون وتړي، ترڅو په ټیټ ارتفاع کې بېرته خپلې پوځي قطعې ته ورسول شي. د ازادي راډیو د اوکرایین څانګې راپور صفي الله ستانکزي په پښتو جوړ کړی