اوچا: ژمي کې به د خوړو ناامنۍ سره مخ افغانانو شمېر ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي

ارشیف، افغانستان کې یوه بې‌وزله کورنۍ

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي له ۱۹ میلیونو واوړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندې، اولګا چرویکو، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "اټکل کېږي چې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي چې له دې ډلې به پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني وضعیت سره مخ وي چې دغه وضعیت له شدیدې لوږې یا قحطۍ څخه یو ګام فاصله لري."

نوموړې زیاتوي چې د ژمي له رارسېدو مخکې باید اقدام وشي، نه تر هغه وروسته چې کورنۍ خپلې ټولې لارې چارې له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، اټکل کېږي چې په افغانستان کې د خوړو روان بحران به په ۲۰۲۷ کال کې هم پر میلیونونو ماشومانو اغېز وکړي.

اوچا خبرداری ورکړی چې راتلونکی کال به له شپږو کلونو کم عمره څه باندې څلور میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د سپټمبر او اکټوبر میاشتو ترمنځ په افغانستان کې ۱۵.۹ میلیونه کسان چې نږدې د ټول نفوس درېیمه برخه جوړوي، د خوړو له بحراني یا تر دې هم ناوړه ناامنۍ سره مخ و.