جي‌ډي ونس: تر هغو چې ډاډ ترلاسه نه شي چې ایران بیا اتومي پروګرام نه پیلوي، باید جګړه دوام ولري

انځور: Reuters

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس وايي، امریکا د ایران د اتومي پروګرام په له منځه وړلو سره «پرېکنده بری» ترلاسه کړې، خو جګړه باید روانه وي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ایران خپل اتومي ظرفیت بېرته نه شي رغولی او نړۍ هم د انرژۍ له کړکېچ سره نه مخ کېږي.

ونس د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۲۶مه، د سي‌بي‌اېس نیوز له یوه خبریال سره په تازه مرکه کې، دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې د جګړې له اوږدېدو سره سره امریکا لا هم پرېکنده بری نه دی ترلاسه کړی، وویل: «زه وایم چې له ځینو اړخونو موږ پرېکنده بری ترلاسه کړی، خو ایرانیانو په ځانګړو لارو غبرګون ښودلی دی.»

د امریکا د ولسمشر مرستیال ټینګار وکړ چې ډونالډ ترمپ پر ایران جګړه د دې لپاره پیل کړې وه چې د دغه هېواد د اسلامي جمهوریت مخه ونیسي او اتومي وسلې ترلاسه نه کړي. هغه زیاته کړه چې ایران، چې د ده په وینا په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر دولتي ملاتړی دی، باید دغو وسلو ته لاسرسی ونه لري.

ونس وویل: «ایا موږ د ایران اتومي پروګرام له منځه وړی دی؟ ځواب هو دی.»

هغه زیاته کړه چې د امریکا حکومت اوس دوه موخې تعقیبوي: لومړی، له ایران څخه داسې اوږدمهاله او د تایید وړ ژمنه ترلاسه کول چې خپل اتومي پروګرام به بېرته نه رغوي؛ او دویم، د انرژۍ د نړیوال کړکېچ مخنیوی.

ونس د ایران د اتومي وړتیاوو د بیا رغولو د احتمال په اړه وویل، باید دا پوښتنه وشي چې ایا ایران به پنځه کاله وروسته وکولی شي خپل اتومي زېرمتون بېرته جوړ کړي او د یورانیمو د بډاینې وړتیا بیا ترلاسه کړي.

هغه ایران تورن کړ چې د خپل اتومي پروګرام له ویجاړېدو وروسته یې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي او په سمندري لارو کې یې وېره خپره کړې ده. د نوموړي په وینا، د دغو اقداماتو له امله د انرژۍ بیې لوړې شوې دي.

ونس وویل، واشنګټن باید د ایران د اتومي پروګرام د بیا نه پیلولو په اړه د کلکې ژمنې د ترلاسه کولو ترڅنګ، دا هم یقیني کړي چې نړۍ د انرژۍ له کړکېچ سره نه مخ کېږي.

هغه زیاته کړه: «زه به لومړی کس یم چې ووایم د پټرولو بیې ډېرې لوړې دي. که د امریکا سمندري ځواکونو د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو د لېږد بهیر نه وای ساتلی، بیې به د اوسنیو بیو درې برابره وې.»

که د امریکا سمندري ځواکونو د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو د لېږد بهیر نه وای ساتلی، بیې به د اوسنیو بیو درې برابره وې
جي‌ډي ونس، د امریکا د ولسمشر مرستیال

ونس خبرداری ورکړ چې که امریکا د ایران د اتومي پروګرام له منځه وړلو وروسته خپل عملیات ودروي او له سیمې ووځي، د انرژۍ بیې به په چټکۍ سره لوړې شي.

هغه وویل، ترمپ غواړي امریکايي مصرفوونکي د انرژۍ د بیو د فشار د کمېدو اغېز احساس کړي. ونس د جګړې پر مهال د پټرولو بیو د لوړې کچې په پرتله د راټیټېدو یادونه وکړه، خو ویې ویل چې حکومت باید د بیو د لا کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ونس د چنګاښ په ۱۷مه، پر ایران د امریکا د بریدونو له بیا پیل وروسته، ویلي و چې تهران له واشنګټن سره د لاسلیک شوې هوکړې شرطونه نه دي مراعات کړي. هغه خبرداری ورکړی و چې که ایران پر سوداګریزو بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا حق لري چې «تر هر بل وخت ډېر سخت» ځواب ورکړي.