د ایران او امریکا خبرې د قطر او عمان په منځګړیتوب روانې دي

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي یعقوب رضازاده وايي، د ایران او امریکا خبرې د قطر او عمان په منځګړیتوب روانې دي او تهران د خپلو وړاندیز شویو شرطونو په اړه د واشنګټن ځواب ته په تمه دی.

هغه د شنبې په ورځ ایلنا خبري اژانس ته ویلي، دواړو لورو خپل شرطونه وړاندې کړي، خو د هغو جزئیات یې نه دي په ډاګه کړي. د نوموړي په وینا، خبرې د ایران د ملي امنیت عالي شورا تر څارنې لاندې ترسره کېږي او دغه شورا د خبرو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له مشر څخه اجازه اخلي.

رضازاده زیاته کړې، تمه نه لري چې د امریکا د کانګرس او د اسراییل د انتخاباتو تر ترسره کېدو مخکې جګړه پیل شي، خو د احتمالي نښتې امکان یې رد نه کړ.