پاکستان: له افغانستان سره خبرې باید مشروطې وي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبې) وویل، اسلام‌اباد له افغانستان سره خبرو ته چمتو دی، خو دغه خبرې باید د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل په ګډون د مشخصو پایلو سبب شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند سجاد حیدر خان وویل، پاکستان به د هغو دوستو هېوادونو د رښتینو هڅو هرکلی وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په هواري کې مرسته کوي.

نوموړي د روسیې د منځګړیتوب په اړه ویلي، تر اوسه د داسې کومې رسمي هڅې په اړه معلومات نه لري، خو پاکستان له اغېزمنو منځګړیتوبونو سره همکارۍ ته چمتو دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د اختلاف له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده. اسلام‌اباد له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او نورو هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا ردوي او وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.