نړیوال صندوق: د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې کمېدا نړیوال اقتصاد ته خطر پېښوي

د پیسو نړیوال صندوق وايي، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پانګونه د نړیوال اقتصادي پرمختګ یو مهم لامل دی او په دې ټکنالوژۍ کې د پانګونې ورو کېدا به پر نړیوال اقتصاد منفي اغېز وکړي.

فرانس پریس خبري اژانس د شنبې په ورځ د دغه صندوق د مشرې کریستالینا جورجیوا له قوله ویلي، په دې صنعت کې د فعالیتونو هر ډول کمښت به په ټوله نړۍ کې احساس شي.

د پیسو نړیوال صندوق په یوه تازه راپور کې اټکل کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې کمېدا ښايي تر ۲۰۲۸ کال پورې د نړۍ ناخالص کورنی تولید ۰.۴ سلنه راکم کړي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ نړیواله سوداګري ۸.۳ سلنه زیاته شوې چې یوه مهمه برخه یې د مصنوعي ځیرکتیا له اړوندو محصولاتو سره تړاو لري.