بلوچستان کې وسله‌والو ۲۰ تنه تر روزنې لاندې پولیس تښتولي دي

انځور له ارشیف څخه

تښتول شوي سرتېري د بلوچستان په قلات کې تر روزنې لاندې وو او د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه سرتېري د جمعې پر ورځ (د اکتوبر ۱۶مه)، له روزنیز مرکزه د اوونۍ په رخصتۍ خپلو کورونو ته روان وو چې وسله‌والو یې د سپرلۍ موټر درولی او دوی یې له ځان سره بیولي دي.

د مستونګ د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل چې پېښه د مستونګ او نوشکي ترمنځ د ګورګینې په سیمه کې شوې ده.

د یوه بل پولیس چارواکي په وینا، تښتول شوي سرتېري د قلات د پولیسو په روزنیز مرکز کې تر روزنې لاندې وو. دغه چارواکي ازادۍ راډیو ته وویل چې پر موټرسایکلونو سپرو وسله‌والو د سپرلۍ موټر درولی او په هغه کې سپاره پولیس سرتېري، درې نور مسافر او موټرچلوونکی یې له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولي دي.

د نوموړي په خبره، وسله‌والو وروسته درې ملکي مسافر او موټرچلوونکی خوشې کړي، خو پولیس سرتېري لا هم ورسره دي.

پولیس وايي، د تښتول شویو سرتېرو د موندلو هڅې روانې دي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په تښتول شویو کسانو کې اته د خاران، پنځه د نوشکي، څلور د چاغي او درې د واشک ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

دغه سرتېري مخکې د لیویز ځواک غړي وو، خو د پولیسو او لیویز ځواکونو له یوځای کېدو وروسته د پولیسو په لیکو کې شامل شوي او اوس یې په قلات کې روزنه ترلاسه کوله.

د راپور تر جوړېدو پورې د دغو پولیسو د تښتولو مسوولیت کومې ډلې نه و منلی او د تښتوونکو هویت هم نه دی څرګند شوی.

دا پېښه داسې مهال شوې چې د پنجشنبې پر ورځ (د اکتوبر ۱۵مه)، د بلوچستان د رخشان ډیویژن کمېشنر اسدالله کاکړ هم د خاران په سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو له خوا وتښتول شو.

د راپورونو له مخې، اسدالله کاکړ له کوټې څخه خاران ته روان و چې وسله‌والو یې موټر ودراوه او هغه یې له ځان سره بوتلی.

چارواکو تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه تازه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.