یو شمېر ډاکتران خبرداری ورکوي چې د دغو امکاناتو نشتوالی په بېړنیو حالاتو کې د هغو ناروغانو ژوند هم له خطر سره مخ کولای شي چې درملنه یې ممکنه ده.
د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ اوسېدونکی همت وايي، د دوی په سیمه او شاوخوا ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه په کافي اندازه تجهیزات نه لري او ناروغان د درملنې پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل: «کله چې مو ناروغان روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي، اکثراً د درملو او روغتیايي اسانتیاوو له نشتون سره مخ کېږي. غوښتنه مو دا ده چې حداقل دغو روغتونونو ته دې یو یو امبولانس او نور تجهیزات ورکړي، ځکه دلته وخت ناوخت پېښې کېږي.»
د ننګرهار ولایت د تورخم ښارګوټي اوسېدونکی فرمانالله هم ورته شکایت لري.
هغه وايي، په تورخم کې شل بستریز روغتون شته، خو په خبره یې، د ناروغانو د درملنې لپاره کافي امکانات نه لري او خلک اړ دي چې درمل له بازاره په خپلو پیسو واخلي.
فرمانالله ازادۍ راډیو ته وویل: «دلته تورخم کې زموږ یو ۲۰ بستریز روغتون دی، تاسو باور وکړئ چې دې کې هېڅ ډول اسانتیاوې نه وې، نه اکسیجن او نه درمل. دوا ټوله له بازاره لیکي، خلک خو غریب دي، چې یو عادي ناروغ دې هم وي، د هغه درمل تر ۴۰۰ یا ۵۰۰ افغانیو کېږي. دا ستونزې ټولو کلینیکونو کې شته.»
دغه اوسېدونکي وايي، د روغتیايي امکاناتو د نشتوالي له امله ډېر وخت اړ کېږي چې خپل ناروغان له خپلو سیمو لرې روغتونونو ته ولېږدوي، خو د ترانسپورټ او نورو اسانتیاوو نشتوالی د ناروغانو پر وخت درملنه له ستونزو سره مخ کوي.
د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د ډاکترانو د اتحادیې مشر ډاکتر زرغون شینواری هم په سیمهییزو روغتونونو کې د روغتیايي تجهیزاتو کمښت تاییدوي.
نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل، که څه هم په ولسوالیو کې مسلکي ډاکتران شته چې د یو شمېر عملیاتونو د ترسره کولو وړتیا لري، خو د اړینو وسایلو د نشتوالي له امله نه شي کولای ټولو ناروغانو ته لازم روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
هغه وویل: «دلته دا ستونزه ډېره ده، زموږ ډېر ډاکتران تکړه دي او عملیاتونه هم کولای شي، خو دلته یې ماشینونه نشته. دا ستونزې ډېریو روغتونونو کې شته، خو اطرافو کې د تجهیزاتو ستونزه بېخي ډېره ده. کله چې موږ ته ناروغان مراجعه کوي او دلته ورسره مرسته نه شي کېدای، بیا یې موږ (DH) او نورو روغتونونو ته لېږو، چې کله اسمان ورېځ وي، برښنا مو هم نه وي.»
دلته دا ستونزه ډېره ده، زموږ ډېر ډاکتران تکړه دي او عملیاتونه هم کولای شي، خو دلته یې ماشینونه نشتهډاکتر زرغون شینواری، د هسکې مېنې ولسوالۍ د ډاکترانو د اتحادیې مشر
د غزني، پکتیکا، بادغیس او هلمند ولایتونو یو شمېر ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو هم ازادۍ راډیو ته په خپلو سیمو کې د روغتیايي امکاناتو د کمښت په اړه ورته شکایتونه کړي دي.
خو په روغتونونو کې د اکسیجن، وینټلیټرونو او دوامدارې برښنا نشتوالی په بېړنیو حالاتو کې د ناروغانو لپاره څومره خطرناک تمامېدای شي؟
د کابل د صحت طفل یا اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون ډاکتر حنیف تسل ازادۍ راډیو ته وویل چې د اړینو روغتیايي تجهیزاتو او دوامدارې برښنا نشتوالی د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو مستقیم اغېز لري او ان د هغو ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي چې درملنه یې شونې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په تخصصي او فوق تخصصي روغتونونو کې باید وینټلیټرونه او د جدي پاملرنې څانګې (ICU) په دوامداره توګه فعالې وي، ځکه دا ډول وسایل برښنا ته اړتیا لري.
ازادۍ راډیو هڅه وکړه چې په روغتونونو کې د طبي تجهیزاتو او نورو روغتیايي امکاناتو د کمښت په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلي، خو د دې وزارت ویاند شرافت زمان د راپور تر خپرېدو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله هم له ستونزو سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ز کال په مارچ میاشت کې په یوه راپور کې ویلي چې د نړیوالو مرستو پراخ کمښت د افغانستان پر روغتیايي نظام فشار زیات کړی او د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دغه راز، د روغتیايي چارو د همغږۍ ډلې (Health Cluster) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ز کال کې د مالي مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۲۲ لومړني روغتیايي مرکزونه او ګرځنده روغتیايي ډلې تړل شوې دي.
د دې ادارې په وینا، د دغو مرکزونو تړل کېدو شاوخوا درې میلیونه او درې سوه زره کسان اړینو روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي اغېزمن کړي دي.