په امریکا په یوه ښوونځي کې درې ماشومان او یو بل کس وژل شوي

د امریکا د اورېګن ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د تلې په ۲۳مه د دغه ایالت د بېنډ ښار د «سیلور رېل» په لومړني ښوونځي کې شوې ده.

د بېنډ ښار د پولیسو مشر مایک کرانتز ویلي چې وژل شوي ماشومان پنځه، اته او ۱۱ کلن وو. دوه نور کسان د سختو ټپونو له امله روغتون ته وړل شوي دي.

پولیسو ویلي چې شکمن ۱۶ کلن ځوان او د همدې ښار اوسېدونکی و. نوموړی ښوونځي ته تر ننوتلو وروسته د یوه وسله‌وال ځايي اوسېدونکي له خوا په ډزو وژل شوی دی. د پولیسو د مشر په وینا، دغه کس ښوونځي ته د ننوتلو پر مهال شکمن کس لیدلی و، ورپسې ودانۍ ته ورغلی او ډزې یې پرې کړې وې.

د لومړنیو څېړنو له مخې، شکمن د ښوونځي بندې دروازې په ډزو ماتې کړي او ودانۍ ته ننوتی و.

پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.