امریکا د دوو افغانانو د تابعیت د لغوه کولو غوښتنه کړې

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د ۴۰ کسانو د امریکايي تابعیت د لغوه کولو لپاره یې قضیې ثبت کړې دي چې دوه افغانان هم پکې شامل دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د تلې په ۲۱مه خپره شوې، پر دغو کسانو تور دی چې د جرمونو په کولو، د تابعیت اخیستو په بهیر کې د ناسمو معلوماتو په ورکولو او د مهمو معلوماتو په پټولو سره یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړی دی.

په دې نوملړ کې ۵۵ کلن واریس جان صافی او ۵۷ کلن اسد جان رامین هم شامل دي.

د نیویارک د محکمې د اسنادو له مخې، پر صافي تور دی چې په ۱۹۹۵ کال کې د طارق محمود په نوم د پاکستان له جعلي پاسپورټ څخه په استفادې امریکا ته ننوتی و. د هویت له افشا کېدو وروسته یې، د چارواکو په وینا، د بېلابېلو هویتونو په جوړولو او واده کولو سره د استوګنې اجازه او وروسته تابعیت ترلاسه کړی دی.

په یوه بله قضیه کې، چې په پنسلوانیا کې ثبت شوې، پر اسد جان رامین تور دی چې نژدې ۳۰ کاله مخکې یې د یوه بل افغان وګړي له هویت څخه په استفادې د کډوالۍ امتیازات ترلاسه کړي او وروسته یې امریکايي تابعیت اخیستی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د دغو کسانو قضیې به محکمې ته ولېږل شي. په نوملړ کې د مکسیکو، پاکستان، ایران، هند، فلیپین، بریتانیا، وینزویلا او کیوبا وګړي هم شامل دي.