د خوړو نړیواله ورځ؛ تر ۱۹ میلیونه ډېر افغانان له سختې لوږې سرذه مخامخ دي

نن په نړۍ کې په داسي حال کې د اکتوبر د شپاړسمې، د خوړو د نړیوالې ورځې یادونه کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راروان ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ شي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د راروان ژمي په ترڅ کې به د افغانستان کابو ۴۰ سلنه وګړي له سختې لوږې او د خوړو له کمښت سره مخامخ شي او په ۲۰۲۷ کال کې به د خوارځواکۍ پېښې هم په څرګند ډول زیاتې شي.

له دې سره هممهاله د ملګروملتو د بشري مرستو ادارو اعلان کړی چې په ۲۰۲۷ کې به تر څلور میلیونه ډېر افغانان په شدیده خوارځواکۍ اخته شي.

د اکتوبر ۱۶ د خوړو نړیواله ورځ په ۱۹۴۵ م کال د ملګروملتو د خوړو او کرنې د ادارې یا فاو له لوري په دې هدف نومول شوې چې خلکو ته د ګټورو او صحي خوړو په اړه معلومات ورسول شي او د هغو انسانانو وضعیت منعکس شي چې کافي خواړه نه ورسېږي.

د ملګروملتو د دوو ادارو د وروستیو شمېرو له مخې، د خوړو د خوندیتوب د وضعیت د ارزونې نړیوالې کټګورۍ (IPC) اټکل کړی چې د ۲۰۲۶ کال له نوومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ وي. دا د افغانستان د ټول نفوس ۳۸ سلنه جوړوي.