د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له امریکا او اسرائیل سره په پوځي نښتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ۱۵۰۰ سرتېري وژل شوي دي. ده ږیلي چې دغو ځواکونو د توغندیو د ویشتنځایونو ترڅنګ دندې ترسره کولې.
پزشکیان د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه، ویلي چې دغو سرتېرو په میاشتو- میاشتو لپاره د توغندیو د توغولو په پناهځایونو کې ژوند کاوه او ان خپلو کورونو ته هم نه وو تللي.
د ایران چارواکو تر اوسه په ۴۰ ورځنۍ جګړه کې د پوځي تلفاتو کره شمېر نه دی خپور کړی. د ایران د قضائیه قوې ویاند مخکې ویلي و چې په دې جګړه کې ټولټال ۳۵۱۹ کسان وژل شوي، خو د پوځيانو او ملکي وګړو شمېر یې جلا نه و ښودلی.
پزشکیان په یوه بله وینا کې امریکا تورنه کړې چې د سمندري کلابندۍ او پر هوايي تګ راتګ د محدودیتونو له لارې غواړي په ایران کې اقتصادي ستونزې او د خلکو ناخوښي زیاته کړي، څو ټولنیز اعتراضونه رامنځته شي.
د ایران په وروستیو اعتراضونو کې، چې د تېر کال په مرغومي/ جدې میاشت کې وشول، ایراني چارواکو د شاوخوا ۳۱۱۷ کسانو وژل کېدل منلي وو؛ خو د بشري حقونو ادارې وايي، د وژل شویو شمېر تر دې لوړ دی.