په پاکستان کې له زندانونو ۸۹ افغان کډوال خوشې او هېواد ته ستانه شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې له پاکستاني زندانونو ۸۹ افغان کډوال خوشې شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان په پاکستان کې د بند د بېلابېلو مودو له تېرولو وروسته خوشې شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دې وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، راستنېدونکي د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د لېږد په څانګه کې ثبت شوي او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

اکثره راستانه شوي کډوال په هیواد کې د سرپناه او کار له نشتوالي شکایت کوي او دا په داسي حال کې ده چې ژمی هم راروان دی.