پاکستان او طالبانو د ناسمو معلوماتو د خپرولو جګړه هم پر مخ وړې ده

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستان او طالبان له یو کال راهیسې یو بل په نښه کوي. که څه هم جګړه واقعي ده، خو په انټرنیټ کې وړاندې کېدونکي متضاد روایتونه ډېری وختونه د ځمکې په سر له رامنځته شویو پېښو سره ډېر لږ ورته‌والی لري. ایا د پاکستان د کوهاټ په برید کې په رښتیا کوم افغان تبعه ښکېل و؟ ایا پاکستاني توغندیو په افغانستان کې د وسله والو کوم مرکز له منځه وړی او که یوه بې ګناه کورنۍ یې وژلې ده؟ ازادي راډيو په دغه راپور کې هغه ناسم، لانجمنې ادعاوې او روایتونه څېړلي چې د تایید وړ نه دي، خو د دې شخړې په پراخېدو کې رول لري. صفي الله ستانکزی او نور جزییات