مردان کې د مفیدو حشراتو په مرسته د فصلونو ساتنه کېږي

انځور له ارشيف څخه

د خیبر پښتونخوا په مردان کې د کرنې په یوه لابراتوار کې داسې ګټور حشرات روزل کېږي چې د فصلونو د زیانمنوونکو حشراتو په کنټرول کې مرسته کوي. د دې لابراتوار مسوولان او یو شمېر بزګران وايي، د دغو حشراتو کارولو د کیمیاوي زهرو استعمال او د فصلونو د ساتنې لګښتونه کم کړي دي.

د مردان د ټرایکوګراما په نوم د ګټورو حشراتو د روزنې مرکز د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د کرنې او بایوساینس نړیوال مرکز (کابي) او د خیبر پښتونخوا د کرنې ادارې په ګډه جوړ کړی دی.

په دغه مرکز کې واړه پرازیتي زنبوران روزل کېږي چې د ځینو زیانمنوونکو حشراتو هګۍ له منځه وړي او په دې توګه د هغو حشراتو د پیدا کېدو مخه نیسي چې فصلونو ته زیان رسوي.

د دې لابراتوار مرستیال یاسین خان ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه ګټور حشرات په ځانګړو کاغذي کارډونو کې ځای پر ځای کېږي او بیا بزګرانو ته ورکول کېږي.

د هغه په وینا، بزګران دا کارډونه په خپلو کروندو کې پر بوټو لګوي او د اړتیا له مخې پر یوه اېکړ ځمکه له ۶۰ تر ۱۴۰ پورې کارډونه کارول کېږي چې د هر یوه بیه ۳۰ پاکستانۍ روپۍ ده.

یاسین خان وايي، د کیمیاوي زهرو ډېر استعمال نه یوازې د بزګرانو لګښتونه زیاتوي، بلکې د انسانانو روغتیا ته هم زیان رسولی شي.

نوموړي د ګټورو حشراتو د کارولو په اړه وویل: «زموږ په فصلونو کې وخت په وخت زهر شیندل کېږي. ډېری وخت داسې کېږي چې په یوه اوونۍ کې دوه ځله هم سپرې وشي. بیا موږ هماغه محصولات راټولوو او د خوراک لپاره یې کاروو. دا مواد زموږ معدې ته ځي او وروسته د ناروغیو په بڼه راڅرګندېږي. د دغو حشراتو د کنټرول لپاره بېلابېلې طریقې شته؛ میخانیکي، بیولوژیکي، فزیکي او کیمیاوي کنټرول. په دې طریقو کې کیمیاوي کنټرول تر ټولو خطرناک دی، ځکه په هغه کې زهر شیندل کېږي. تر ټولو خوندي طریقه بیولوژیکي کنټرول دی، چې په مرسته یې له زهرو پاک او عضوي خوراک ترلاسه کولی شو.»

یاسین خان زیاتوي چې پخوا به بزګرانو د فصلونو د ساتنې لپاره پر کیمیاوي سپرې ډېرې پیسې لګولې، خو د ګټورو حشراتو په کارولو سره یې دا لګښتونه کم شوي دي.

هغه وايي: «بزګر به پمپ پر اوږه اچولی و او په اوونۍ کې به یې دوه ځله سپرې کوله. دا ډېر ستونزمن کار و، د مزدورانو لګښتونه هم ورسره وو او درمل ډېر ګران وو. پخوا به د یوه اېکړ ځمکې لپاره د سپرې لګښت له یوه لک څخه تر دوو لکو روپیو پورې رسېده، خو اوس پر یوه اېکړ ځمکه له دوو زرو تر درې زرو روپیو پورې لګښت راځي.»

په مردان کې د رومي بانجانو یو کروندګر محمد جمال خان هم وايي چې د دغو حشراتو له کارولو وروسته یې په فصلونو کې د زیانمنوونکو حشراتو ستونزه کمه شوې ده.

نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل چې پخوا به د حشراتو له امله د ده د رومي بانجانو نږدې نیم فصل له منځه تلو، خو د کرنې د کارپوهانو په لارښوونه یې د ګټورو حشراتو د کارډونو کارول پیل کړل او په حاصلاتو کې یې ښه والی راغی.

محمد جمال خان وايي: «زموږ لویه ستونزه دا وه چې زموږ پر رومي بانجانو به پېشکې لګېدې او نیم فصل به مو خرابېده. کله چې مو د کارډونو استعمال پیل کړ، نږدې یوه نیمه میاشت وروسته زموږ پر رومي بانجانو د پېشکو اندازه ډېره کمه شوه، بلکې په بشپړه توګه له منځه ولاړه. پخوا به موږ یوازې پر سپرې یو نیم لک روپۍ لګولې، خو اوس دا لګښت دوه یا درې لکو روپیو ته رسېدلی دی. د کارډونو لګښت د هغې سپرې تر لګښت هم کم دی چې موږ یې په یوه ورځ کې کوو.»

د پروژې د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې له دوو زرو زیاتو بزګرانو له دې طریقې ګټه اخیستې او په سیمه کې شاوخوا ۸۰ زره کارډونه وېشل شوي دي.

د مردان ترڅنګ د نوښار، بونېر، ملاکنډ، هریپور، کوز دیر، کوز سوات، خیبر، ټانک، پېښور او چارسدې بزګران هم د فصلونو د ساتنې لپاره دا طریقه کاروي.

دغه راز، په ۲۰۲۳ کال کې د پنجاب په مظفرګړه او د ازاد کشمیر په مظفراباد کې هم ورته مرکزونه جوړ شوي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا طریقه د رومي بانجانو، پنبې، جوارو، ګنیو، وریجو، تمباکو او کرم په ګډون د بېلابېلو فصلونو د افتونو د کنټرول لپاره کارول کېږي.

د پېښور د کرنې پوهنتون د فصلونو د تولید برخې پوهان وايي، د نفوسو زیاتوالي د خوراکي توکو اړتیا ډېره کړې او اقلیمي بدلون هم د فصلونو د افتونو او ناروغیو د زیاتېدو یو لامل دی.

دوی زیاتوي چې که څه هم کیمیاوي درمل د زیانمنوونکو حشراتو په کنټرول کې مرسته کوي، خو ډېر استعمال یې پر سبزیو او مېوو د زهري موادو د پاتې کېدو، د خاورې او اوبو د ککړتیا او د انسانانو روغتیا ته د خطرونو لامل کېدای شي.

د کرنې د دغو پوهانو په وینا، د ګټورو حشراتو په مرسته د فصلونو د افتونو کنټرول یوه طبیعي لاره ده، خو د دې طریقې د پراخولو لپاره لا زیاتو څېړنو، د بزګرانو روزنې او د کرنې د ادارو ترمنځ همکارۍ ته اړتیا ده.

دوی وايي، که په پاکستان کې د ګټورو حشراتو د روزنې او کارولو دا ډول پروژې پراخې شي، د کیمیاوي زهرو پر وارداتو تکیه، د بزګرانو لګښتونه او د چاپېریال ککړتیا کمېدای شي.