کنډي د خپلې دې خبرې په اړه د شواهدو له وړاندې کولو پرته پر خیبر پښتونخوا پخوانی حاکم ګوند تحریک انصاف له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ټګۍ هم تورن کړ او ویې ویل د هغو ترهګرو مخه یې نه نیوله چې د ده په ټکو له افغانستان څخه راتلل. کنډي له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «ما ويلي چې د خېبر پښتونخوا پاليسي به له اسلام اباده څخه راځي، هغه به له کابل، جلال اباد څخه نه راځي، ځکه چې ترهګري له افغانستان څخه را پېښه ده، دوی دا ترهګر حمایه کوي، ددوی کې دا جرات نشته چې د ترهګرو پر ضد بيان ورکړي.»
ددوی کې دا جرات نشته چې د ترهګرو پر ضد بيان ورکړيفیصل کریم کنډي، د خیبرپښتونخوا والي
په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت په اعلانېدو سره واک له ایالتي چارواکو والي ته لیږدول شوی او اعلی وزیر سهیل افریدي او د کابینې غړي یې نیول شوي.
د راپورونو په اساس په خیبرپښتونخوا کې وضعیت کړکېچن دی او حکومت په انټرنیټ باندې محدودیتونه هم لګولي دي.
د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا د والي د تازه څرګندونو په باب څه نه دي ویلي خو د طالبانو یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړوند پرون نظر خپور کړی او هغه کفایت کوي.
د دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان روانې ستونزې په ټولې سیمې منفي اغیزې کوي او د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د کنډي د دغو تورونو په اړه د تحریک انصاف د چارواکو نظر ولري، خو هغوی د راپور د لیکلو تر وخت پورې زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې. شنونکي بیا وايي دا خبره سمه ده چې د تحريک انصاف د حکومتولۍ په دې ورستيو مياشتو کې د ترهګرۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی خو په وينا يې، د کنډي تورونه سیاسي بڼه لري.
شنونکي او خبريال شهاب الله يوسفزي ازادۍ راډيو ته وويل داسې بيانونه د دواړو ملکونو تر منځ سياسي فاصلې نورې زياتوي او په خبره یې په پښتونخوا ايالت کې بيړني حالت لګولو لوی لامل امنيت نه بلکه د فدرالي حکومت او د پښتونخوا د ايالتي حکومت تر منځ سياسي شخړه وه. «په دې کې شک نشته چې د نا امنۍ په پېښو کې ۶۲ فيصده په درې مياشتې کې زياتوالی راغلی، يعنې دا يو سل او پينځه نوي فيصده زياتوالی ښيي، او دا د خطر وړ خبره ده، خو دا ټول پر خپل ځای او دا يو سياسي شخړه وه چې نتيجه يې دا شوه.»
بل خوا د خېبر پښتونخوا په باړه، هنګو او ځينو نورو سيمو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي نن هم پر احتجاجونو باندې دي. په باړه کې د احتجاج کونکو پر ضد پوليسو اوښکې بهونکی ګاز هم کارولی، د ګوند غړي يې تور پورې کوي چې د دوی ځينې ملګري نيول شوي او ځينې بيا ټپي شوي هم دي. پر ټولنیزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ليدل کېږي چې د پوليسو له لوري هوايي ډزې کېږي او پر احتجاج کونکو اوښکې بهونکي ګاز هم کارول کېږي.
خو د باړې ځايي پوليسو په دې اړه ازادۍ راډيو سره له خبرې کولو ډډه وکړه. د خیبرپښتونخوا ايالت په مرکزي ښار پېښور کې د انصاف لاير فورم وکيلانو احتجاج کړی او په ايالت کې لګول شوي بيړني حالت او ګورنر راج پر ضد او د عمران خان د خوشې کېدو شعارونه یې ورکول.
د ایين تحفظ پاکستان تحريک مشر محمود خان اڅکزي نن سه شنبه د ټولو سياسي اتحادي ګوندونو پر غونډې او د چهارشنبې ورځې لپاره د خپل ګوند له خوا د بلوچستان په پښتني سیمو کې د اوسني وضعیت په اړه د اعتراضونو د پيل اعلان کړی دی.