د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ اوسېدونکې زرمنیه وایي: «هغه زلزله هېڅکله د هېرېدو نهده؛ هره دقیقه رایادېږي، ځکه چې ۱۳ کلن زوی مې پهکې شهید شو.» زرمینې زیاته کړه، چې دا پهخپله په دې زلزله کې ټپي شوې وه.
د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۷مه د سهار شاوخوا یوولس بجې، زرمنیه په کور کې یواځې وه او پخلنځي کې یې ډوډۍ پخوله. مېړه او درې ماشومان یې د چکر لپاره غره ته تللي وو او دیارلس کلن زوی یې هم له کور څخه بهر و.
زرمنیه د هغې ورځې کیسه داسې کوي: «کله چې زلزله وشوه، هڅه مې وکړه چې له پخلنځي ووځم، خو ناڅاپه ځمکه په ډېر شدت وښورېده، زه یې د پخلنځي څنګ لښتي ته وغورځولم او وروسته پخلنځی راباندې راوغورځېد.»
دا وایي، د پخلنځي د نړېدو له امله یې ملا ماته شوه او روغتون ته ولېږدول شوه او تر دوو ورځو پورې نه پوهېده، چې زوی یې په زلزله کې مړ شوی دی. هغه زیاتوي: «زه خپله دوې ورځې وروسته خبره شوم چې زما کوچنی زوی شهید شوی دی. چا راته ونه ویل، ځکه زما خپله ملا ماته شوې وه او په روغتون کې وم.»
د دې په خبره، زوی یې تر دې مخکې کله زلزله نه وه تجربه کړې، نو ځکه د دېواله غاړی ته شوی و، چې بیا همغه دېوال پرې راغورځېدلی و. هغه زیاتوي: «زموږ یوه ګاونډي، چې له کوره بهر وتلی و، زما زوی یې لیدلی و. هغه د زلزلې تجربه نه درلوده او فکر یې کړی و چې یا الوتکه راغلې ده او یا ټانک. د زلزلې غږ ډېر وېرونکی و. ګاونډي وویل چې زوی دې د کوڅې په منځ کې و، کله یې چې دغه غږونه واورېدل، سمدستي د دېواله څنګ ته ولاړ، خو ناڅاپه دېوال پرې راوغورځېد. هغه په دې اړه هېڅ نه پوهېده چې زلزله یعنې څه.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر میاشت کې په هرات کې زلزلې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه او ۲۶۰۰ نور ټپیان کړل. دې زلزلې د هرات ښار په ځینو برخو او نهو ولسوالیو کې تر ۲۷۵ زرو ډېر کسان اغېزمن او شاوخوا ۴۸ زره کورونه یې هم زیانمن یا ویجاړ کړل.
دا پېښه په افغانستان کې د زلزلو د ویجاړوونکو پایلو یواځېنۍ بېلګه نهده؛ د ۲۰۲۵ز کال د اګست پر ۳۱مه هم د ریښتر په کچه شپږ درجې زلزلې د دغه هېواد ختیځ ولایتونه، په ځانګړي ډول کونړ، ولړزاوه.
د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، دې پېښې نږدې ۲۰۰۰ کسان مړه او تر ۳۶۰۰ ډېر نور ټپیان کړل. همدارنګه، تر ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړل.
د زلزلو تر څنګ، موسمي سېلابونه هم هر کال په افغانستان کې پراخه مرګژوبله او مالي زیانونه رامنځ ته کوي. د بادغیس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکی محرابالدین وایي، د ۱۴۰۵ل کال د پسرلي په سېلابونو کې یې دوه ورېرونه، چې یو ۱۴ کلن او بل ۲۲ کلن و، مړه شول: «وروستیو سېلابونو رښتیا هم ډېرې کورنۍ تباه کړې. سېلاب زما دوه ګران ورېرونه له ځانه سره یوړل. هغوی داسې ځای ته تللي وو، چې یو شمېر پسونه اوبو لاهو کړي وو. زما کشر وراره اوبو ته نږدې شوی و، فکر کوم پښه یې ښویېدلې وه. وروسته یې مشر ورور د هغه د ژغورلو لپاره ځان د سېلاب اوبو ته اچولی و.»
د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي، د ۱۴۰۵ل کال د وري (حمل) له ۶مې نېټې څخه د زمري (اسد) تر ۶مې نېټې پورې، په افغانستان کې د سېلابونو، بارانونو، توپانونو او نورو طبیعي پېښو له امله ۳۵۱ کسان مړه او ۴۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په همدې موده کې تر ۲۰۰۰ ډېر کورونه په بشپړ ډول او تر ۸۰۰۰ ډېر نور په قسمي ډول ویجاړ شوي دي. په ټولیزه توګه، له ۲۴ زرو ډېرې کورنۍ د دغو پېښو له امله زیانمنې شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ز کال له پیل څخه د اګست تر لومړیو پورې، په افغانستان کې تر ۹۲ زرو ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي دي.
د دې پېښو له تکرار سره دا پوښتنه راپورته کېږي، چې افغانستان د طبیعي پېښو له امله د مرګژوبلې او مالي زیانونو کمولو ته څومره چمتوالی لري؟
کارپوهان وایي، که څه هم د طبیعي پېښو د رامنځ ته کېدو مخه په بشپړه توګه نهشي نیول کېدی، خو د خطرونو کمول یې یواځې د پېښې پر مهال اقداماتو پورې محدود نهدي؛ بلکې په خبره یې د خلکو پوهاوی او چمتووالی باید له پېښې مخکې پیاوړي شي.
د اوبو د مدیریت او چاپېریالساتنې برخې کارپوه عبدالباسط رحماني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د طبیعي پدیدو په اړه د خلکو د کافي پوهې نهشتوالی د دې پېښو خطرونه زیاتوي: «که طبیعي پدیدې په یوه سیمه کې په سمه توګه وپېژندل شي او د هغې سیمې طبیعي شرایطو ته په پام سره پلانجوړونه او چمتووالی ونیول شي، نو طبیعي ده چې دغه کار د خلکو د ژوند او اقتصادي سرچینو په ساتنه کې مهم رول لوبولی شي. له همدغه امله، چمتووالی او د خطرونو کمول د طبیعي پېښو د مدیریت یو مهم اصل ګڼل کېږي. موږ ټول مکلف یو، که علمي بنسټونه وي، دولتي ادارې وي، خلک وي او که د ټولنې نورې برخې، چې دغه موضوعات د خپلو پروګرامونو او کلتور برخه وګرځوو، چې د انسانانو ژوند خوندي شي.»
که طبیعي پدیدې په یوه سیمه کې په سمه توګه وپېژندل شي او د هغې سیمې طبیعي شرایطو ته په پام سره پلانجوړونه او چمتووالی ونیول شي، نو طبیعي ده چې دغه کار د خلکو د ژوند او اقتصادي سرچینو په ساتنه کې مهم رول لوبولی شيعبدالباسط رحماني، د اوبو د مدیریت او چاپېریالساتنې کارپوه
په افغانستان غوندې هېواد کې، چې له بېلابېلو طبیعي خطرونو سره مخ دی، د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالی ځانګړی اهمیت لري. د اکتوبر ۱۳مه د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ هم یو فرصت دی، چې د پېښو د مخنیوي او د ټولنو د زیانمننې د کمولو اهمیت ته پام واړول شي.
ملګري ملتونه وایي، افغانستان، سره له دې چې د اقلیمي بدلانه په رامنځ ته کولو کې لږه ونډه لري، خو د اقلیمي بدلانه د پایلو پر وړاندې د زیانمنونکو هېوادونو له ډلې دی او د دې پایلو پر وړاندې یې چمتووالی محدود دی.
د دغه سازمان په وینا، سېلابونه، وچکالۍ او د اقلیمي بدلانه اړوندې نورې پېښې د افغانستان لپاره سخت خطرونه رامنځ ته کوي.
ازادۍ راډیو د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د چمتووالي او پروګرامونو په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره د دې ادارې له ویاند یوسف حماد سره اړیکه ونیوله؛ خو د دغه راپور د خپرېدو تر وخت پورې یې اړیکې ځواب نهشوې.
خو دې ادارې د ۲۰۲۵ز څخه تر ۲۰۲۹ز کلونو پورې په خپل ستراتیژیک پلان کې د طبیعي پېښو د مخنیوي او خطرونو د کمولو، د ټولنو د چمتووالي د زیاتولو، د وختي خبرداري د سېسټمونو د پیاوړتیا او پېښو ته د ځواب ویلو د وړتیا د ښه کولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
له دې سره سره، د اقلیمي بدلانه د پایلو پر وړاندې مبارزه مالي سرچینو ته هم اړتیا لري. د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د چاپېریالساتنې ملي ادارې په ۱۴۰۳ل کال کې ویلي وو، چې افغانستان تر ۲۰۳۰ز کال پورې د اقلیمي بدلانه د پایلو پر وړاندې د مبارزې لپاره له ۲۰ میلیاردو ډالرو ډېرې بودجې ته اړتیا لري او د دې بودجې د برابرولو لپاره بیا د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.