له چین سره پر نوې جوړې شوې لارې عملي سوداګري څومره ممکنه ده؟

د واخان لار

په وچه کې راګیر افغانستان ته د سوداګرۍ هره لاره ارزښت لري او له همدې کبله سوداګر د نړۍ له دویم اقتصادي هېواد چین سره د لارې جوړېدو ته ډېر هیله من دي.

د طالبانو حکومت د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د اکتوبر په ۶مه د واخان دهلیز اړوند یوې مناسبتي غوڼده کې اعلان وکړ چې له چین سره د افغانستان د دغه نښلوونکي سړک لومړنۍ چارې بشپړې شوي.

له شانګهای تر کاشغر یا له ارومچي تر افغانستانه چې یو (سوداګریز) کانټینر انتقالېږي، له ۱۵۰۰ تر ۲۲۰۰ ډالرو کېږي، خو اوس چې موږ له بهرنیو لارو کانټینرانو راوړو، خصوصا له هرموز تنګي یا دا په مراتب قیمته دي، یو کانټینر تر ۱۲ زره ډالرو کېږي
یونس مومند

سوداګر او د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې (BWA) د افغانستان څانګې مشر یونس مهمند وایي، که چین له دې لارې افغان سوداګرو ته د ترانزیت زمینه برابره کړي، د افغان سوداګرو ترانسپورتي لګښتونه به د پام وړ کم شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "له شانګهای تر کاشغر یا له ارومچي تر افغانستانه چې یو (سوداګریز) کانټینر انتقالېږي، له ۱۵۰۰ تر ۲۲۰۰ ډالرو کېږي، خو اوس چې موږ له بهرنیو لارو کانټینرانو راوړو، خصوصا له هرموز تنګي یا دا په مراتب قیمته دي، یو کانټینر تر ۱۲ زره ډالرو کېږي، نورې لارې هم موږ ته ډېرې اوږدې دي، که د چین دا لاره برابره شي، موږ په دغه خامه سړک هم کولای شو چې سوداګري وکړو که چین سوداګریزې محمولې د اوښتو اجازه ورکړي، نو دا به افغانستان ته ډېره مهمه او اساسي لاره وګرځي."

د چین له پولې سره نښلول شوی نوی سړک چې تراوسه یې یوازې خامه چارې بشپړې شوي د بدخشان د واخان ولسوالۍ له بروغیل سیمې د چین سین‌کیانګ پورې ۱۲۱ کیلو متره اوږدوالی لري.

د طالبانو حکومت ویلي چې د دې لارې پر همدې لومړنیو چارو ۳۶۵ میلیونه افغانۍ لګول شوې دي.

د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي دوکتور مخلص احمد ازادي راډیو ته وویل:"له دې لارې افغان سوداګر کولای شي له چینایي سوداګرو سره مستقیمې اړیکې پیل کړي،د افغان محصولاتو لپاره بازارونه ومومي او ګڼې پانګونې وکړي،خو د واخان دهلیز اصلي ارزښت یوازې د لارې په جوړېدو که نه دی بلکې په دې کې دی چې دا لاره څنګه د افغان سوداګرو او د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې په یو اغیزناکه فرصت بدله شي."

دا لار که څه هم د چین پولې ته رسیدلې، خو تراوسه پورې د چین د واخجیر په پوله کې چې همدا لار ورسره وصل ده، هر ډول رسمي تګ راتګ بند دی.

له دې لارې افغان سوداګر کولای شي له چینایي سوداګرو سره مستقیمې اړیکې پیل کړي،د افغان محصولاتو لپاره بازارونه ومومي او ګڼې پانګونې وکړي
مخلص احمد

دا چې دا لاره څه وخت په بشپړ ډول فعالېږي؟ په سرحد کې د تګ راتګ لپاره اداري چارې څه وخت پېلیږي؟ او دې برخه کې د چین او طالبانو چارواکو څه ژمنې کړي؟ دا پوښتنې تراوسه بې ځوابه پاته دي.

مونږ هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت د اړوندو چارواکو نظرونه ولرو، خو د دوی د ټولګټو چارو، صنعت او سوداګرۍ، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو ویاندویانو او د حکومت ویاند یې ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال لطیف نظري د دوی تر کنټرول لاندې د افغانستاني ملي ټلویزیون سره تازه مرکه کې ویلي چې د واخان دا لاره به د افغانستان، چین، قفقاز او مرکزي آسیا لپاره د انرژۍ او سوداګرۍ دهلیز وګرځي، چې ختیځ او لویدیځ به د یو واحد سیسټم په توګه سره وصل کړي.

خو دې هدف ته رسیدل څومره شوني دي؟

د نړیوالو چارو شنونکی او د تېر جمهوري نظام پر مهال په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:"وامورېدل چې دا لاره یې جغل کړې، خو زه فکر نه کوم چې یوازې د لارې جغل یا شګه دې وکړای شي د سوداګرۍ لپاره د لارې ستونزه حل کړي،نو چې د سوداګرۍ لپاره دا کوریډور کارول کېږي د هغه لپاره لویې زیربنا او حتی ریل پټلۍ ته اړتیا ده،خو د دې پر وړاندې څو خنډونه پراته دي، یو چین خوا ته امنیتي اندېښنې شته او لا حل شوې نه دي،بل دا لاره غرنیزه سیمه ده چې پر هغه د لارې جوړول اسانه کار نه دی،کافي لګښت غواړي،بل چین دا هم ارزوي چې که پر دې لاره مصرف کوي، افغانستان کې څومره د سوداګرۍ بازار لري."

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي له دې ډلې محمد بشیر دودیال هم د ورته نظر په څرګندولو ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه چې که د دې لارې د پراختیا اقدامات پیل شي د واخان ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د کاري زمینې برابرولو تر څنګ به د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره یو بل فرصت هم مساعد شي.

د بدخشان واخان ولسوالۍ کې افغانستان او چین د شاوخوا ۷۶ کیلومترو په اوږدوالي ګډه پوله لري.

د یادونې ده چې د چین او افغانستان تر منځ د واخان د دې نښلوونکې لارې کار د تېر جمهوري نظام پر مهال هم پیل شوی و، چې د هغه مهال د چارواکو په خبره په یاده سیمه کې د امنیتي ننګونو له امله کار بشپړ نه شو.

که څه هم په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې په ۱۷ مه د واخان د سړک د لومړنیو ساختماني کارونو بشپړېدل وستایل؛ خو پر لارې د تګ راتګ او سوداګرۍ د رسمي چارو د پيل په اړه چینایي چارواکي څه نه دي ویلي.