د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ فدرالي کابینې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت ناوړه وباله او په دې ایالت کې یې بیړنی حالت اعلان کړ.
کابینې په دغه ایالت کې د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې د بېړني حالت او د ګورنر د واکمنۍ د پلي کېدو منظوري ورکړې ده.
په خیبرپښتونخوا کې وروسته له هغه بیړنی حالت اعلان شو چې په دغه ایالت کې د واکمن ګوند، تحریک انصاف له لوري پراخ لاریونونه پیل شول.
په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت له اعلان سره د تحریک انصاف ګوند حکومت او پارلمان لغوه کېږي او والي یا ګورنر، چې د مرکزي حکومت استازی دی، واګې په لاس کې اخلي.