افغان طالبانو او پاکستاني پوځ تایید کړه چې پرون ناوخته دواړو خواوو د پکتیا د ډنډ پټان او د کورمې ترمنځ پر ډیورند کرښه له یو بل سره نښته کړې ده.
د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د دې قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او افغان ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې.
خو د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې نن (یکشنبه) ویلي چې د دوی ځواکونو ۱۲ پاکستاني او افغان طالبان هغه مهال وژلي چې غوښتل یې د پاکستان خوا ته ننوځي.
د پاکستان پوځ د خپل یوه پوځي افسر د وژل کېدو یادونه هم کړې ده.
پاکستان د افغانستان د طالبانو حکومت په دې تورنوي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ډلو ته یې پناه ورکړې. د افغانستان د طالبانو حکومت بیا پاکستان تورنوي چې داعش او د طالبانو نورو وسله والو مخالفانو ته یې پناه ورکړې او د هغو ملاتړ کوي.