افغانستان څومره تېل او ګاز لري او ولې لا هم په وارداتو متکي دی؟

انځور له ارشیف څخه

په افغانستان کې د پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو د بیو لوړېدو یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې دغه هېواد له خپلو کورنیو نفتي او ګازي زېرمو څومره ګټه اخیستلی شي؟

د افغانستان په شمال کې د آمو سیند نفتي حوزه له کلونو راهیسې د دغه هېواد د تېلو له مهمو سرچینو ګڼل کېږي. په دې حوزه کې د قشقري، انګوت، زمردسای او یو شمېر نورو ساحو نومونه د تېلو له اکتشاف او استخراج سره تړلي دي.

په وروستیو کلونو کې د دې حوزې د تېلو د استخراج لپاره بېلابېل قراردادونه لاسلیک شوي، خو لا هم دا پوښتنه پر ځای ده چې له دغو زېرمو څومره تېل استخراجېږي او د هېواد د سون‌توکو څومره اړتیا پوره کولای شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د روان ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې د آمو سیند نفتي حوزې د زمردسای له پنځو څاګانو څخه د تېلو ازمایښتي استخراج پیل شوی او هره ورځ ترې شاوخوا ۵۰۰ مټریک ټنه خام تېل ترلاسه کېږي.

دغه راز د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سپټمبر په اوومه د روسیې د تاتارستان له TNG ګروپ سره د آمو سیند نفتي حوزې د څارنې ، مشورتي خدمتونو او د جوزجان د زمردسای په نفتي بلاک کې د تیلو د لومړني پروسس د تاسیساتو د جوړولو د نږدې ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت یو کلن تړون لاسلیک کړ.

د وزارت په وینا، دغه تاسیسات به په اتو میاشتو کې جوړ شي او تر بشپړېدو وروسته به په ورځ کې تر دوه زره مټریک ټنو پورې د خامو تېلو د پروسس ظرفیت ولري.

خو د خامو تېلو لومړنی پروسس د پټرولو او ډیزلو له بشپړې تصفیې سره توپیر لري، او یوازې د دې تاسیساتو جوړېدل په دې معنا نه دي چې افغانستان به سمدستي په همدې اندازه د موټرو لپاره د استفادې وړ سون‌توکي تولید کړي.

د کانونو او انرژۍ د برخې یو شمېر کارپوهان وايي، افغانستان د تېلو او ګازو د استخراج، تصفیې او پروسس د پراختیا لپاره لا هم پراخې پانګونې او تخنیکي ظرفیتونو ته اړتیا لري.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پخواني ویاند عبدالقدیر متفي ازادي راډیو ته وویل، په تېرو کلونو کې د نفتو او ګازو له شته امکاناتو څخه په لازمه اندازه ګټه نه ده اخیستل شوې. «زموږ کوم کورنۍ ظرفیت چې دی دا په صحي معنی یې په استخراج کار نه دی شوی، او نه هم کوم قراردادونه چې شوي دي، د تصفیې په برخه کې هیڅ نه دي شوي چې له مخې یې خام تیل او ګاز جلا شي او بیا یې پروسس شي، نو په دې برخه کې چې څومره اړتیا په هغه اندازه پانګونه نه ده شوې.»

افغانستان لا هم د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره په وارداتي پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو متکي دی. د ۲۰۲۵ کال د سوداګرۍ په ارقامو کې هم تېل او نور سون‌توکي د افغانستان له مهمو وارداتي توکو څخه وو، چې له ایران، روسیې، قزاقستان او د منځنۍ اسیا له یو شمېر نورو هېوادونو څخه واردېږي.

عبدالقدیر متفي وايي، د اټکل له مخې، افغانستان د اړتیا وړ تېلو او ګازو شاوخوا ۸۰ تر ۸۵ سلنه له بهرنیو هېوادونو واردوي.

نوموړی زیاتوي چې په ایران کې جګړې، پر دغه هېواد بندیزونو او د سیمې د سوداګریزو لارو ګډوډیو د سون‌توکو پر رسولو او د افغانستان پر بازارونو هم اغېز کړی دی.

د بیو برخه ډېره مهمه ده، له بده مرغه موږ لا هم ۸۵ سلنه د نفتو او ګازو تکیه په نورو هیوادونو په ځانګړي ډول په ایران لرو
عبدالقدی متفي د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانشی ویاند

هغه وویل: «د بیو برخه ډېره مهمه ده، له بده مرغه موږ لا هم ۸۵ سلنه د نفتو او ګازو تکیه په نورو هیوادونو په ځانګړي ډول په ایران لرو، خو هلته د جګړې له امله او دغه راز د تحریمونو له امله چې په ایران او افغانستان دواړو سخت بندیزونه لګول شوي دي نو په بازار یې اغیز څرګند دی.»

پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو او په هرموز تنګي کې د سمندري تګ راتګ له ګډوډېدو سره د نړۍ د تېلو په بازارونو کې هم بې‌ثباتي زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د سون‌توکو بیې هم د پخوا په پرتله لوړې شوې دي.

د کابل د بازار د بیو د خپرو شویو راپورونو له مخې، د یو لیټر پټرولو بیه چې تر جګړې مخکې شاوخوا ۵۶ افغانۍ وه، اوس ۸۹ افغانیو ته لوړه شوې . د ډیزلو بیه هم له شاوخوا ۵۶ څخه ۷۹ افغانیو او د یوه کیلو مایع ګاز بیه له ۴۹ څخه شاوخوا ۶۴ تر ۶۵ افغانیو پورې رسېدلې ده.

د سون‌توکو په بیو کې دا لوړوالی داسې مهال راغلی چې د طالبانو حکومت د هېواد په لوېدیځ کې هم د تېلو او ګازو د احتمالي زېرمو د پراختیا او استخراج لپاره د نویو پروژو اعلان کړی دی.

د تېرې سپټمبر میاشتې په اوومه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سعودي عربستان له ډلټا انټرنیشنل شرکت سره د هرات او بادغیس ترمنځ د کشک ـ تېرپل نفتي او ګازي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، دا حوزه شاوخوا ۲۲ زره مربع کیلومتره مساحت لري او شرکت به په لومړي پړاو کې د کشک په اوو ګازي بلاکونو کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه وکړي.

د قرارداد له مخې، د اکتشاف موده اته کاله او د تړون ټوله موده ۲۵ کاله ټاکل شوې ده. خو د اقتصادي چارو کارپوه نصیرالله رحماني وايي، دا قراردادونه باید د ثابتو زېرمو د موجودیت یا سمدستي تولید په معنا ونه ګڼل شي. هغه وایی«اصلي مسئله یوازې دا نه ده چې افغانستان تر ځمکې لاندې تېل لري که نه. پوښتنه دا ده چې څومره تېل په اقتصادي ډول استخراجېدلی شي، د پروسس ظرفیت څومره دی او ایا له خامو تېلو څخه د افغانستان د بازار د معیار پټرول او ډیزل تولیدېدلی شي؟ که د تصفیې ظرفیت نه وي، یوازې د خامو تېلو استخراج د وارداتو ستونزه نه حل کوي.»

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې یا USGS د ۲۰۰۶ کال یوې ارزونې د افغانستان په شمال کې د تخنیکي پلوه د استخراج وړ نفتي او ګازي سرچینو منځنی اټکل شاوخوا یو اعشاریه شپږ میلیارده بېرله خام تېل، ۱۶ ټریلیونه مکعب فوټه طبیعي ګاز او شاوخوا نیم میلیارد بېرله د طبیعي ګاز مایعات ښودلي وو.

د افغانستان د نفتي صنعت بله مهمه پوښتنه دا ده چې د دغو زېرمو د استخراج لپاره د بهرنیو شرکتونو پخوانۍ او نوې ژمنې تر کومه حده عملي شوې دي؟ په تېرو کلونو کې د آمو سیند په حوزه کې چینايي پانګونه مهمه وه. د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو حکومت له یوه چینايي شرکت سره د دغې حوزې د تېلو د اکتشاف او استخراج ۲۵ کلن قرارداد لاسلیک کړی و.

د تړون د اعلان پر مهال د افغان لوري ونډه شل سلنه ښودل شوې وه او چینايي شرکت په لومړیو کلونو کې د سلګونو میلیونو ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه.

خو دغه قرارداد د ۲۰۲۵ کال په جون کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا لغوه شو. وزارت هغه مهال ویلي وو چې چینايي افچین شرکت خپلې قراردادي ژمنې نه دي عملي کړې او په تړون کې یې سرغړونې کړې دي.

له دې وروسته د آمو سیند د حوزې د څارنې او پروسس لپاره له روسي TNG ګروپ او په لوېدیځ کې د سعودي عربستان له ډلټا انټرنیشنل شرکت سره د تړونونو لاسلیک کول ښيي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د افغانستان د تېلو او ګازو په سکتور کې نور بهرني شرکتونه هم شامل کړي.

خو دا چې دغه قراردادونه به په عملي تولید، تصفیه او د افغانستان په بازارونو کې د سون‌توکو د بیو په راټیټولو څومره اغېز وکړي، لا روښانه نه ده. کارپوهان وايي، د افغانستان لپاره یوازې د نفتي او ګازي زېرمو موندل بسنه نه کوي؛ بلکې د دغو سرچینو د استخراج ترڅنګ د تصفیې د تاسیساتو، د لېږد رالېږد د شبکو، مسلکي کادرونو او دوامدارې پانګونې پراختیا هم اړینه ده.

له همدې امله، ښايي بنسټیزه پوښتنه یوازې دا نه وي چې افغانستان تر ځمکې لاندې څومره تېل او ګاز لري، بلکې دا وي چې له دغو زېرمو څومره یې په مسلکي او اقتصادي ډول استخراج او په کور دننه پروسس یا تصفیه کېدای شي؟

او تر ټولو مهمه دا چې څومره وخت به ونیسي څو د افغانستان دغه تر ځمکې لاندې شتمني د خلکو په ورځني ژوند او د پټرولو، ډیزلو او ګازو په بیو کې محسوس بدلون راولي؟