د ملګرو ملتونو نوی راپور: په افغانستان کې ماشومان له ګڼو ګواښونو سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د ناامنۍ، بې‌ وزلۍ، بې ‌ځایه کېدو او د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو له امله ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه نوي راپور کې چې د اوکتوبرپه ۹ خپورشوی راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د ۲۰۲۵ کال تر پایه په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د جدي سرغړونو ۴ زره او ۵۸۲ پېښې تایید شوې دي.

که څه هم دا شمېر د راپور ورکونې د تېرې دورې په پرتله ۳۸ سلنه کم شوی، خو ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دا کموالی باید په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت د عمومي ښه کېدو په معنا ونه ګڼل شي.

د راپور له مخې، تر ټولو ډېرې ثبت شوې سرغړونې اړو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو د مخنیوي اړوند پېښې دي چې شمېر یې دوه زره او ۲۴۱ ته رسیږی. دا د تېرې دورې په پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د درېیو کلونو په موده کې یو زر او ۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ماشومانو د ټولې مرګ ‌ژوبلې ۸۰ سلنه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

د دې سازمان په خبره افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې ناچاودې مرمۍ او نور پاتې شوي چاودېدونکي توکي پکې د ماشومانو ژوند ته جدي ګواښ پېښوي. په راپورکې د بېلګې په توګه، د تیرې اونۍ د هغې پیښې یادونه شوې چې درې ماشومان د یوې پاتې شوې هاوان مرمۍ د چاودنې له امله وژل شوي وو. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا د تیرې چهارشنبې په ورځ وویل چې د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پېښو ۷۸ سلنه قربانیان یې ماشومان و.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، ونېسا فریزر، چې په وسله ‌والو شخړو کې د ماشومانو د وضعیت څارنه کوي، وايي هېڅ ماشوم باید له دې وېرې سره ژوند ونه کړي چې ښوونځی، سړک یا د لوبو ځای به یې د مرګ او ټپي کېدو په ځای بدل شي.

هغې د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي او په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو هڅې زیاتې شي.

په دې اړه نور:

له کوچنیانو سره د تاوتریخوالي لاملونه او د مخنیوي لارې چارې یې څه دي؟

ملګري ملتونه وايي، د راپور په درې کلنه موده کې د ۵۵۷ ماشومانو د استخدام او کارولو پېښې تایید شوې دي چې د تېرې دورې په پرتله ۸۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

په همدې موده کې ۳۱ ماشومان د ملي امنیت اړوند تورونو یا له وسله ‌والو ډلو سره د ادعا شوې اړیکې له امله له آزادۍ بې ‌برخې شوي دي.

خو ملګري ملتونه وايي، دا شمېر د ټولو نیول شویو ماشومانو حقیقي وضعیت نه څرګندوي، ځکه په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د توقیف ځایونو د څارنې محدودیتونو د نورو پېښو د تایید مخه نیولې وه.

د راپور له مخې، د ماشومانو پر وړاندې د تایید شویو جدي سرغړونو ډېره برخه طالبانو ته منسوبه شوې او ورپسې هغه کسان دي چې هویتونه یې نه دي معلوم.

په دې اړه مو چې افغان ماشومان له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي او طالبان او نړیواله ټولنه باید کوم اقدامات وکړي چې د دغو ماشومانو ژوند خوندي شي، د سیاسي چارود پوه امیرګران نظر وپوښت:" باید د هغوی انساني حقونو ته توجه وشي او دا نور باید نقض نشي، له بلي خوا له ایران او پاکستان څخه په ملیونه افغانان جبراً افغانستان ته ستنول کیږي چې دا هم دلته مشکلات نورهم زیاتوي. د هغوی لپاره د سرپناه برابرول، د هغوی لپاره د تعلیم او تربیې ضمینه برابرول ستونزمن دي، بله داچې هغه اطفال چې دلته راځې نوهغوی مجبور دي چې له خپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته وکړي، هغوی باید کاروکړي نو دغه وضعیت ته په کتوزما په نظر هم په داخل د افغانستان کې طالبان باید خپله واکمني قانونمنده کړي او هم نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه باید له افغانانانو سره په بشري، په ځانګړي توګه د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي."

د ملګرو ملتونو په راپور کې د ښوونځیو او روغتونونو پر وړاندې د بریدونو ۳۳۸ پېښې هم تایید شوې دي.

په دې موده کې پر ښوونځیو د ۱۶۳ او پر روغتونونو د ۱۷۵ بریدونو پېښې تایید شوې او ویل شوي چې دغه بریدونه د ماشومانو پر وړاندې له شپږو جدي سرغړونو څخه شمېرل کېږي. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ښوونځي او روغتونونه باید د ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي او د جګړو له اغېزو وساتل شي.

د ملګروملتنونو د راپور ورکونې په دغه درې کلنه موده کې دغه راز د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې ثبت شوې دي، خو ملګري ملتونه وايي، د ټولنیز شرم، ګواښونو او د غچ اخیستنې د وېرې له امله ښايي ډېرې نورې پېښې نه وي راپور شوې.

د ملګروملتونو په راپور کې د یوې مثبتې موندنې یادونه هم شوې او ویل شوي چې د دې درېیو کلونو په موده کې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې ۵۷۶ هلکان د طالبانو له لیکو خوشې شوي او بېرته عادي ژوند ته د ورګرځېدو په پروګرامونو کې شامل شوي دي.

ملګري ملتونوهمدارنګه له طالبانو غوښتي چې د ماشوم تعریف د ماشومانو د حقونو له نړیوال کنوانسیون سره برابر کړي، د ماشومانو د استخدام او کارولو مخه ونیسي او د هغوی د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ونېسا فریزر له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې، بشري مرستو، ماین پاکۍ او د ټپیانو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

هغې ټینګار کړی چې د هرې شمېرې تر شا یو ماشوم دی چې ژوند یې د تل لپاره بدل شوی دی.

په دې اړه نور:

د نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ راستنېدونکې کورنۍ د خپلو لوڼو راتلونکي ته اندېښمنې دي

ملګري ملتونه وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده ‌کړو بندیز او د ښځینه مرستندویو کارکوونکو پر فعالیت محدودیتونه نه یوازې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې هغو روغتیايي، ښوونیزو او بشري خدمتونو ته هم زیان رسوي چې ماشومان ورته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ونېسا فریزر له طالبانو غوښتي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په ګډون د ښځو او نجونو پر حقونو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې د ملګروملتونو په مرستندویه او نورو د بشري په ادارو کې کار وکړي.

که څه هم طالبان وایي چې د شریعت له مخې د نجونو او ښځو په ګډون د افغانستان د ټولووګړو حقونه خوندي دي خو دوی پر افغانستان له بیا واکمنیدو راهیسې نجوني او ښځې له ثانوي او پوهنتوني زده کړو راګرځولې او هم یې پرښځو د ورځني ژوند په ډیرو برخو کې محدودیتونه لګولي دي.