ترکیې له ۱۵ کلونو کشرانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړل

ترکیې د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، په رسمي ډول اعلان وکړ چې له ۱۵ کلونو کم عمره کسان نور خواله رسنۍ نه شی کارولی.

دا پرېکړه د پارلمان له تصویب وروسته په رسمي دولتي جریده کې خپره شوې او د روان میلادي کال د نومبر له لومړۍ نېټې به عملي شي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دې قانون پر بنسټ، د ټولنیزو رسنیو شرکتونه مکلف دي چې د کاروونکو د عمر د معلومولو او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

د دې پرېکړې هدف د ډیجیټلي نړۍ له خطرونو څخه د ماشومانو ساتنه ده. په دغو خطرونو کې د ځیرکوموبایلونو په ډېر کارولو روږدي کېدل، د خوب کموالی، د انټرنېټ له لارې ځورول او د خوړو اړوند اختلالات شامل دي.

استرالیا هم په دې برخه کې محدودیتونه لګولي دي، او بریتانیا او فرانسې هم د ورته اقداماتو د پلي کولو هڅې پیل کړې دي.

له دې جلا د بشري حقونو مدافع ډلې په ترکیه کې د بیان د ازادۍ د محدودیتونو په اړه انتقادونه لري.