د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن حکومتي ځواکونو د ستراتیژیک بابالمندب تنګي د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي.
د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف وايي، د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یې د دې ډلې ۱۳۶ پوځي هدفونه ویجاړ کړي دي.
د ائتلاف ویاند ترکی المالکي نن (شنبې) وویل، بریدونه د حوثیانو پوځي وړتیاوې په نښه کوي او ائتلاف شپه او ورځ د یمن د حکومتي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي. په ورته وخت کې، حوثي رسنیو د یمن په شمال کې د صعده ولایت پر یو شمېر سیمو د سعودي د توغندويي بریدونو خبر ورکړی دی.
دا نښتې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې حوثیانو د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر او د سعودي هوايي شرکت پر یوې الوتکې د برید مسوولیت ومانه. د سعودي چارواکو ویلي، په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي، چې یو یې پیلوټ و، او د توغندیو د شنډولو پاتې شونو یوه وړکتون او روغتیايي مرکز ته هم زیان اړولی دی.
د حوثیانو رسنیو همداراز ویلي، د یمن پر پلازمېنه صنعا د سعودي په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي. د یمن حکومتي ځواکونه ادعا کوي چې د سره سمندرګي د ساحل ځینې برخې او د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې یې بېرته نیولې دي، خو حوثیان دا ادعا ردوي.
پوځي سرچینې وايي، جګړه لا روانه ده او د حکومتي ځواکونو پرمختګ محدود دی. د جګړې د ښکېلو خواوو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.