ټرمپ: له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره جګړه به په هره بڼه چې وي، ډېر ژر پای ته ورسېږي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، امریکا د اتومي وسلو په ترلاسه کولو کې د ایران مخه نیولې او د تېلو بیې به هم په څرګند ډول راټیټې شي. هغه زیاته کړه چې جګړه ښايي په ډیپلوماسۍ یا له پوځي لارې پای ته ورسېږي.

ټرمپ ادعا وکړه چې ایران نور سمندري او هوايي ځواک او د هوايي دفاع سیستمونه نه لري. نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د ډیزلو د بیو په اړه مهم خبرونه اعلان کړي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې (G7) هم هوکړه کړې چې د سون‌توکو د بیو د راکمولو لپاره له خپلو بېړنیو زېرمو څخه د ۱۰۰ میلیون بېرله اومه تېل او ډیزل بازار ته وړاندې کړي.