یوناما پرون(د تلې پر ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل، چې طالبانو دا ښځې د مناسب حجاب او محرم نه درلودو، له څادره د وېښتانو د ښکارېدو او د فېشن کولو په تور نیولې دي.
ازادۍ راډيو له هغو ښځو سره خبرې کړې دي، چې په کابل او هرات ولایتونو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د کارکوونکو له خوا نیول شوې وې.
یوې يې د نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کابل د هوايي ډګر پر سړک د خپل ورور په تمه وه، چې د امربالعمروف او نهي عنالنمکر وزارت کسانو ونیوله او حوزه ته يې یوړه.
د اخلاقي فساد په تور یې رانه جبري اظهارات واخیستل او په زوره یې راباندې ګوته ولګولهیوه افغانه
دې ازادۍ راډیو ته وویل: «زه یې امنیه قومندانۍ ته ولېږدولم او له هغه ځای څخه یې حوزې ته بوتلم، هلته یې راباندې ډېر فشار راوست، بیا یې د ولایت زندان ته بوتلم او دوسیه یې راته جوړه کړه، د اخلاقي فساد په تور یې رانه جبري اظهارات واخیستل او په زوره یې راباندې ګوته ولګوله او له ۹ ورځو وروسته یې څرخي پله زندان ته انتقال کړم.»
خو یوناما په خپله تازه اعلامیه کې ویلي دي، چې دا ښځې د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې تر ساتل کېدو وروسته بېرته خوشې شوې دي.
طالبان د دې ښځو د نیولو په اړه څه نه وايي.
بل پلو، وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې پهکې طالب چارواکي د نامناسب حجاب په تور د یو شمېر ښځو د نیول کېدو په حال کې ښکاري. د طالبانو د امربالعمروف او نهي عنالمنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر په دې اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نهکړې.
یوناما د روان کال په جون میاشت تایید کړې وه، چې طالبانو په هرات ولایت کې ۳۰ ښځې د حجاب د نه مراعت کېدو له کبله نیولې وې. د یوناما په ټکو، د طالب چارواکو له خوا د ښځو د وهلو، لفظي سپکاوي او ګواښلو موارد يې هم ثبت کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندیه ماموریت یوناما په ګډون د بشري حقونو د څار سازمان له طالبانو په ځلونو غوښتي دي، چې د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض پای ته ورسوي. که څه پر افغانستان واکمنو طالبانو پر افغانو ښځو ډېر بندیزونه لګولي دي، خو دعوه کوي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې يې د ښځو ټول حقونه خوندي کړي دي.