د کابل یو شمېر ښځې شکایت کوي، چې د طالبانو محتسبان ورسره ناسم چلند کوي

تر دې وروسته، چې په کابل کې د ښځو د کالیو په اړه د طالبانو د لارښوونو د نه مراعتولو له امله د ښځو د نیول کېدو راپورونه خپاره شول، یو شمېر ښځې وايي چې له کور څخه د وتلو پر مهال له وېرې او اندېښنو سره مخ دي.

په کابل کې یوې اوسېدونکې ښځې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوې میاشتې وړاندې د کابل د هوایي ډګر پر سړک د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر محتسبانو ودروله او وروسته یې ونیوله.

دا وايي، په داسې حال کې چې د هوایي ډګر پر سړک د خپل ورور په تمه وه، دوه کسان چې په خبره یې، سپینې چپنې یې اغوستې وې، ورغلي او پوښتنې یې ترې کړې دي. د دې ښځې په وینا، وروسته یې ګرځنده ټیلیفون هم وکتل شو او د شخصي عکسونو او په ټولنیزو شبکو کې د هغې د فعالیتونو په اړه ترې پوښتنې وشوې.

دوه سپینې چپنې لرونکي نارینه راغلل او له ما څخه یې پوښتنې پیل کړې، بیا یې زما موبایل چک کړ او بیا زما شخصي عکسونه وکتل او ویل یې چې ولې خواله رسنۍ کاروې
یوه افغانه

هغې زیاته کړه: «د هوایي ډګر په سړک کې مې ورور راته پیغام راولېږه چې دواړه یو ځای کور ته ځو، زه هلته ودرېدم او عکس مې واخیست، ورور ته مې ولېږه چې ځای غلط نه‌کړي، دوه سپینې چپنې لرونکي نارینه راغلل او له ما څخه یې پوښتنې پیل کړې، بیا یې زما موبایل چک کړ او بیا زما شخصي عکسونه وکتل او ویل یې چې ولې خواله رسنۍ کاروې، غوښتل یې چې ما ووهي، ډېره ووېرېدم، ډېره وارخطا شوم او پلار ته مې زنګ وواهه.»

دا ښځه وايي، سره له دې چې حجاب یې اغوستی و، خو بیا هم څو امنیتي مرکزونو څخه ولېږدول شوه، په زوره ترې «جبري» څرګندونې واخیستل شوې. دا ادعا کوي چې لومړی د امنیه قوماندانۍ، بیا لسمې امنیتي حوزې او د ولایت زندان ته او په پای کې د څرخي پله زندان ته ولېږدول شوه.

هغه زیاتوي: «بالاخره یې زه امنیه قوماندانۍ ته ولېږدولم او له هغه ځای یې حوزې ته بوتلم، هلته یې راباندې ډېر فشار راوست، بیا یې د ولایت زندان ته بوتلم او دوسیه یې راته جوړه کړه، د اخلاقي فساد په تور یې رانه جبري اظهارات رانه واخیستل او په زوره یې راباندې ګوته ولګوله او له ۹ ورځو وروسته یې پلچرخي زندان ته انتقال کړم او هلته زما په شان زرګونه نورې ښځې هم زندان کې وې، چې ډېرې یې هغه ښځې وې، چې د طلاق له غوښتنې وروسته بندیانې شوې وې.»

ازادي راډیو په خپلواکه توګه نه‌ده توانېدلې چې د دې ښځې د قضیې جزیات، یا د هغو ښځو شمېر تایید کړي، چې د هغې په وینا په زندان کې وې. په ورته وخت کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي، چې په‌کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر محتسبان ښځې او نجونې د جامو د څرنګوالي له امله دروي یا یې نیسي.

ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې د دې ویډیوګانو او د دې ښځې د ادعاوو په اړه د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت نظر واخلي، خو د دغه وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د دغه راپور د خپرېدو تر وخته د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د دې ښځو په وینا، د احتمالي نیول کېدو وېره یواځې په کابل پورې محدوده نه‌ده؛ بلکې په هرات کې یوې ښځې، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل، چې د هغو ښځو د نیول کېدو شاهده وه چې په خبره یې، د جامو له پلوه یې هم کومه ستونزه نه‌لرله.

هغه وايي، همدا موضوع د دې لامل شوې، چې خپله او یو شمېر نورې ښځې له کور څخه د وتلو پر مهال د نیول کېدو په اړه اندېښنه ولري. دا زیاتوي: «ما آن داسې نجونې ولیدې، چې د هغوی حجاب او جامو هېڅ ستونزه نه درلوده او هغوی یې ځان سره بوتلې، زما وېره هم دا ده چې که حجاب دې هم بشپړ وي او که داسې پېښه وشي، زما کورنۍ به څه وکړي او زه خپله به څه کوم، هیله‌منه یم چې دا وضعیت پای ومومي او زموږ غږ واورېدل شي.»

د ښځو د حقونو ځینې فعالانې هم وايي، چې د جامو له امله له ښځو سره چلند، محدودیتونه او فشارونه پر دوی نور هم زیات کړي دي.

له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي، ازادۍ راډیو ته وویل: «د جامو په پلمه د افغان ښځو نیول نوره عادي خبره نه‌ده، دا د ښځو پر وړاندې یو ډول سېسټماټیکه او ښکاره ځپنه ده، طالبان غواړي چې ښځې د هغوی له لومړنیو حقونو چې یو یې د جامو او ظاهر څرنګوالی دی او د طالبانو د قانون مطابق نه‌دی، په دې پلمې ونیسي، نړۍ د دې موضوع په اړه تر څه وخته سکوت کوي؟»

په افغانستان کې د ښځو د جامو د څرنګوالي له امله د نیول کېدو راپورونه له دې وړاندې هم خپاره شوي دي. یوناما په جون میاشت کې اعلان وکړ، چې لږ تر لږه ۳۰ ښځې په هرات ښار کې د طالبانو د ارشاد د محتسبانو او پولیسو له خوا د جامو د لارښوونو د نه مراعتولو په تور نیول شوې دي.

دې ادارې ویلي وو، چې نیول شوې ښځې څو ورځې وروسته خوشې شوې او لسګونو نورو ښځو ته شفاهي خبرداری ورکړل شوی و. یوناما همدارنګه ویلي دي، چې د ۲۰۲۶ز کال د جولای او سېپټمبر تر منځ لږ تر لږه ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ په کابل او هرات کې نیول شوې یا توقیف شوې دي.

د دې ادارې په وینا، په ثبت شویو پېښو کې هغه ښځې هم شاملې دي، چې د ټیکري نه پر سرولو، د وېښتانو د ښکاره کېدو، رنګینو ټیکریو د پر سرولو، سینګار کولو یا له محرم پرته په عامه ځایونو کې د تګ له امله نیول شوې دي.

یوناما ویلي دي، چې ښايي د دې پېښو اصلي شمېر تر دې هم زیات وي؛ ځکه ځینې ښځې د امنیتي او ټولنیزو اندېښنو له امله د خپلو نیول کېدو راپور نه ورکوي. دې ادارې زیاته کړې ده، چې د ښځو او نجونو نیول د هغوی د تګ راتګ، بیان او خپلواکۍ ازادي محدودوي او ښايي هغوی له ټولنیزې بدنامۍ او لا زیاتې انزوا سره مخ کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان هم په خپلو راپورونو کې ویلي دي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر محتسبان په وروستیو کلونو کې په عامه او کاري ځایونو کې ګرځي او ښځې یې د جامو د هغو لارښوونو د نه مراعتولو په تور نیولې دي، چې دوی خپاره کړي دي.

دغه سازمان همدارنګه د ښځو پر تګ راتګ د پراخو محدودیتونو او له ځان سره د محرم د لرلو د اړتیا په اړه راپور ورکړی دی. د طالبانو چارواکي وايي، چې د جامو او ټولنیز چلند اړوند قوانین او لارښوونې د اسلامي ارزښتونو د رعایت لپاره جوړې شوې دي.

خو د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د مطرح شویو ادعاوو او په کابل کې د راپور شویو نیونو په اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې. د هغو ښځو لپاره چې د نیول کېدو له وېرې له کوره په اندېښنه وځي، لا هم دا پوښتنه شته چې د جامو په اړه دغه محدودیتونه او له ښځو سره دغه ډول چلند به تر کومه وخته وغځېږي؟