ژمی راروان دی او په افغانستان کې د سونګ لپاره د لرګیو اړتیا زیاته شوي ده

انځور له ارشیف څخه

د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلک لرګي د سونګ توکو په بڼه کاروي؛ دا چې ژمی راروان دی، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو غوښتنه زیاتېږي؛ خو دغه لرګي له کومه کېږي؟ آیا ځنګلونه وهل کېږي، که نورې سرچینې هم شته دي؟

د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدالله ازادۍ راډیو ته وویل: «خلک کوشش کوي چې وچ بوټي، یا وچ لرګي راوړي.» دی زیاتوي، دا اجازه یواځې د محدود وخت لپاره ورکول کېږي، که نه که څوک له غره څخه لرګي راوړي، جریمه کېږي: «دا څو کاله کېږي چې زموږ په سیمه کې له غرونو څخه د لرګیو راوړل بند دي. که څوک یې راوړي، جریمه کېږي. د دولت له خوا داسې یو تړون شوی او خلک هم ورسره سلا شوي دي. خو کله کله داسې کېږي چې د دوو یا درېیو اوونیو لپاره، د ټولو خلکو په اجازه، غر خلاصېږي او بیا خلک هڅه کوي چې وچ بوټي یا وچ لرګي راوړي، خو څوک دا جرات نه‌شي کولی چې نښتر ووهي.»

خو د خوست ولایت یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل، چې هلته له غره څخه د وچو لرګیو د راوړلو اجازه هم نه‌شته او تر ډېره خلک د باغونو لرګي کاروي؛ هغه زیاته کړه: «په خوست کې د ځنګلونو لرګي بند دي، که وچ وي او که لامده. خلک د باغونو له ونو استفاده کوي. دا روسي ونې ژر رسېږي، نو د ځنګلونو لرګي په عموم کې بند دي. هسې که په غلا یو نیم موټر تېر شي، هغه بېله خبره ده، خو نور یې بند کړي دي.»

نږدې یوه میاشت وړاندې د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکو هم ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې د چنار او څېړۍ ونو پر پرې کولو بندیز لګېدلی، خو اوس خلکو د ځنګلونو د مېوه لرونکو ونو، لکه توتانو او چهارمغزو، پرې کولو ته مخه کړې ده.

د نورستان یو شمېر اوسېدونکو بیا اندېښنه ښودلې وه، چې د دغه ولایت ځنګلونه لا هم په غیرمسلکي ډول وهل کېږي او قاچاقېږي. خو د طالبانو حکومت یوې سرچینې هغه مهال ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې دوی د ځنګلونو د خپل‌سرو پرې کولو د مخنیوي لپاره د «شنې قطعې» په نامه ځواکونه ګومارلي او چا ته د ځنګلونو اړوند د ناقانونه کړنو اجازه نه ورکوي.

په ننګرهار کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی، دکتور مخلص احمد وايي، د سونګ لرګي جلال‌اباد ته هم د ولسوالیو له باغونو راځي او بیا کابل ته هم لېږدول کېږي: «ننګرهار ته له مختلفو ولسوالیو څخه لرګي راځي. دلته د لرګیو ځانګړي ټالونه شته. هغوی یې په لاریو اخلي. ځینې خلک له کابل څخه راځي، یا یې هم همدغه کاروباریان وړي او هلته یې خرڅوي. کومه ځانګړې اتحادیه یا سوداګر نه‌لري.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار خان جان الکوزی بیا وايي، له غرونو څخه هم وچ لرګي راځي، خو دی هم مني چې ډېری د باغونو دي. له ده مو وپوښتل چې په کلني ډول په افغانستان کې څومره لرګي سوځول کېږي؟

ښاغلي الکوزي په ځواب کې وویل: «دقیقه احصایه، زه فکر کوم، حتی په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې به هم نه وي، چې د کال په اوږدو کې خلک څومره لرګي سوځوي. په ګرمو سیمو لکه ننګرهار، پکتیا، کندهار او هلمند کې د ژمي له امله د لرګیو بخارۍ ډېرې کمې کارول کېږي، خو د کابل په شاوخوا، غزني، وردګو، لوګر، شمالي، پروان او پنجشېر کې لرګي سوځول کېږي چې اکثره یې د باغونو لرګي دي.»

که څه هم په راپور کې د مرکه شویو کسانو په خبره، د طالبانو حکومت له غرونو او ځنګلونو څخه د لرګیو په راوړلو بندیز لګولی او تر ډېره خلکو هم ورته غاړه ایښې ده، خو په تېرو څو کلونو کې په افغانستان، په ځانګړي ډول کونړ او نورستان کې، د ځنګلونو ډېره برخه د اور خوراک شوې ده، چې د سیمې د اوسېدونکو د ادعاوو پر بنسټ، د بیا رغونې لپاره یې هېڅ کار نه‌دی شوی.

ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، شیر محمد حاتمي، وپوښتو، خو هغه د دغه راپور د خپرېدو تر وخته پورې د ازادۍ راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د دغه وزارت په وېب‌پاڼه کې لیکل شوي، چې اوس مهال افغانستان یو میلیون او ۷۸۰ زره هیکټاره ځنګلونه لري او پلان شته، چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې دا کچه یو میلیون او ۹۰۰ زره هکټارو ته ورسېږي.

د یادونې ده چې په رضاکارانه ډول په یو شمېر سیمو کې په دې برخه کې یو څه کار شوی دی. ازادۍ راډیو مخکې د دایکندي ولایت د یوه اوسېدونکي حبیب‌الله نجفي‌زاده د هڅو راپور ورکړی و، چې په لومړیو کې یې په شخصي او ډېرو کمو امکاناتو د غرنیو ونو او بوټو زړي پېرل او کرل، خو وروسته یې د خلکو له خوا تود او پراخ هرکلی وشو.

د کرنې او چاپېریال‌ساتنې برخې پوهان هم سپارښتنه کوي، چې د سونګ لپاره دې د باغونو له لرګیو ګټه واخیستل شي او د ځنګلونو لرګي، چې په افغانستان کې لا هم په ښه وضعیت کې نه‌دي او د چاپېریال لپاره ډېر مهم دي، باید د سونګ لپاره ونه کارول شي.

د سونګ لپاره د ځنګلونو د ونو د وهلو پر ځای، د باغونو د شاخه‌برۍ او وچو زړو لرګیو استفاده تر ډېره ښه بدیل دی
ساحل دوران

د کرنې او چاپېریال ساتنې د برخې پوهـ، ساحل دوران، ازادۍ راډیو ته وویل: «د سونګ لپاره د ځنګلونو د ونو د وهلو پر ځای، د باغونو د شاخه‌برۍ او وچو زړو لرګیو استفاده تر ډېره ښه بدیل دی، خو باید په مسلکي ډول مدیریت شي، ځکه د باغ هر لرګی هم د سوځولو لپاره مناسب نه‌دی. که ووایو چې د ځنګله پر ځای د باغونو لرګي ولې استعمال شي، دلیل یې دا دی چې ځنګلونه ساتل کېږي، د ژویو د استوګنې ځایونه دي، د خاورې ساتنه کوي، د باران او واورو اوبه تنظیموي، د سېلابونو شدت کموي او پر اقلیم هم اغېز لري.»

په افغانستان کې، چې اوس د مني لومړۍ میاشت ده او ژمی رانږدې کېږي، خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره د ډبرو سکرو، اوبلن ګازو، تېلو، د لرګیو سکرو او برقي بخاریو بندوبست کوي، خو ډېری بیا لرګي خوښوي، ځکه د دوی په خبره د چرۍ اور تر سهاره کوټه ګرمه ساتي.

په کابل کې د لرګیو یو پلورونکی، محمد عظیم وايي، په لرګیو کې بیا څېړۍ ډېر غوښتونکي لري، چې غرني لرګي دي. د عظیم په خبره، نن سبا دوی د څېړۍ لرګي، چرۍ لپاره تیار جوړ شوي خروار په ۱۲ زره افغانۍ خرڅوي، چې په خبره یې هر سړي ته یې اخیستل ګران دي، خو زیاتوي چې نور لرګي بیا په خروار کې ۲ تر ۳زره له دغو لرګیو په بیه کې ښه دي: «په بازار کې د انارو، بادامو او زردالو لرګي ډېر خرڅېږي. توتان هم ښه دي، خو څېړۍ بیا له ټولو ښه ده. البته څېړۍ ګرانه تمامېږي. موږ یې له غزني اخلو، په پینځو یا شپږو ورځو کې څلور یا پینځه خرواره راتېرېږي، چې ځمکې ته لیا نه پاتې کېږي او چور شي.»