له تاوتریخوالي سره مخ افغان ماشومان؛ مدرسو او ښوونځیو کې د ماشومانو د وهلو پېښې زیاتې شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان په ښوونځیو او مدارسو کې د ماشومانو د وهلو پېښې زیاتې شوي دي. ځینو ماشومانو او کورنیو یې ازادي راډیو سره خبرې کړي او د استادانو د بد او تاوتریخجن چلند په اړه یې شکایت کړی. مخکې هم په خواله رسنیو په ځینو مدرسو کې د ماشومانو د وهلو پېښو پراخ غبرګونونه پارولي دي. د طالبانو حکومت ویلي چې د ځینو پېښو عاملین یې نیولي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې نږدې ۹۰ فیصده افغان ماشومانو په یو ډول نه یو ډول فزیکي او رواني تاوتریخوالی تجربه کړی دی. صفي الله ستانکزی او نور جزییات