د باجوړ اوسېدونکي سميعالله له تېرو شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د اسلام اباد پر سړکونو اعتراض پيل کړی. يخ وي که ګرمي، ورېځې وي که باران، خو دی دلته د سړک غاړې ته پر دغه پلاستيک او پشهخانه کې شپې سبا کوي.
دغه معترض محصل، سمیعالله، ازادۍ راډیو ته وویل: «دلته زموږ ۸۰ ورځې شوې، ۲ مياشتې مو د 'PMDC/د طب او غاښونو طب شورا' او اوس ۲۰ ورځې شوې، چې د 'HEC/د لوړو زدهکړو کميسیون' مخ ته پراته يو، تاسو ګورئ چې موږ په زيات تکليف کې دلته يو، نه د شپې ځای شته او نه نورې آسانتياوې، که يخ وي که باران بس هم دلته يو.»
يواځې سميعالله نهدی، دلته د پخوانۍ فاټا او د بلوچستان ۲۱۲ محصلانو پر احتجاج لاس پورې کړی دی. د دوی شمېر، کله کم او کله زیات شي. نن د اعتراض ګڼ ګډونوال پېښور ته تللي دي، چې هلته له چارواکو سره وګوري.
معترضان وایي، دوی د ۲۰۲۵ز کال د طب پوهنځيو لومړۍ ازموينه تېره کړې ده، خو دوی ته د ايالتونو په طب پوهنځيو کې داخلې نهدي ورکړل شوې. په ۲۰۱۸ز کال کې له خیبر پښتونخوا سره د فاټا یا قبایلي سیمو د یو ځای کېدو پر وخت مرکزي حکومت د يادې سيمې او بلوچستان محصلانو ته د طب په څانګه کې ۳۳۳ څوکۍ ورکړې، هغه ژمنه چې معترضان وایي، نهده عملي شوې.
د دغو احتجاجکونکو مشر، محمد ريحان وايي له خیبر پښتونخوا، بلوچستان، مرکزي حکومت، د طب او غاښونو طب شورا(PMDC) او د لوړو زدهکړو کمیسیون(HEC) له چارواکو سره يې په بيا بيا ليدلي خو د دوی ستونزه تر اوسه نهده هواره شوې.
اوس مو دوی کله يوه او کله بل ته لېږيمحمد ریحان د اعتراض کوونکو مشر
د اعتراض کوونکو مشر، محمد ریحان، ازادۍ راډیو ته وویل: «موږ ته ۳۳۳ سيټونه راکول شوي دي، خو بيا په هغه کې ۱۲۱ هلکان کامياب کړل شول او هغه نور سيټونه کم کړل شوي دي، اوس مو دوی کله يوه او کله بل ته لېږي، خو موږ غواړو چې زموږ مسله دوی پهخپله حل کړي او موږ ته سيټونه راکړي.»
ازادۍ راډيو د طب او غاښونو طب له شورا سره تماس ونيوه، چارواکو وويل دا ستونزه نوره د دوی له لوري هواره شوې ده او د محصلانو غوښتنې منل شوې دي. د لوړو زدهکړو د کمېسیون دفتر ته ورغلو، چې د هغوی دريځ معلوم کړو، خو هلته اړوند چارواکي نه وو.
که څه هم معترضان وایي، په تېرو ۲ اوونيو کې د خیبر پښتونخوا حکومت ۳۷۵ سيټونه منلي او بلوچستان حکومت ۵۰ سيټونه منلي، خو ستونزه لا هم دا ده، چې محصلان نه پوهېږي کوم پوهنځي ته ولاړ شي.
حفيظالله، وویل: «دغه زدهکونکي وايي چې هغه اسناد، چې يادې ادارې يې بايد پهخپله يوې بلې ته ولېږي، په دغو زدهکونکو یې وړي راوړي، له مرکز څخه ايالتونو ته او له ايالتونو څخه مرکز ته اسناد دوی په خپل لاس وړي او راوړي، چې له دې کبله د دوی کار نور هم ځنډېږي.»
محصلان وايي، چې په دغه جنجال کې د دوی يو قېمتي کال ضايع شوی او اوس له دوی سره يواځې ۱ مياشت وخت نور شته، چې د طب په پوهنځيو کې ورته داخلې ورکړل شي، که نه د دوی بل کال به هم ضايع شي، ځکه دوی غواړي چې نور د مرکزي او ايالتي حکومتونو د يادو ادارو چارواکي مخامخ سره کېني او د دې ستونزې چټک حل راوباسي.