ځینې افغانې نجونې د بد مالي حالت له امله د شخصي مطالعې لپاره کتاب نه‌شي پېرلی

انځور له ارشیف څخه

په افغانستان کې له زده‌کړو بې‌برخې شوې یو شمېر نجونې وایي، د ځان د سالمې بوختیا لپاره د کتاب پېرلو وس نه‌لري. دوی وایي، پخوا به کله‌ناکله د کتاب پېرلو لپاره کتاب‌پلورنځیو ته تلې، خو اوس د مالي ستونزو له امله دغه کار نه‌شي کولای. یو شمېر کتاب‌پلورونکي هم مني، چې ښځینه پېرودونکې یې کمې شوې دي.


جزیات په راپور کې ولولئ؛

په افغانستان کې یو شمېر نجونې او ښځې وايي، اوس چې له زده‌کړو او کار څخه پاتې دي او د کور په څلورو دېوالونو کې راګېرې دي، کتاب یې له یواځېتوب نه د وتلو ښه ملګری کېدای شي، خو په خبره یې د پېرلو وس یې نه‌لري.

په کابل کې یوې لیکوالې، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «دا چې عاید نه‌لرم او بله سرچینه هم نه‌شته، نو څنګه به وکولای شم چې هر وخت ولاړه شم، د خپلې خوښې کتابونه واخلم او مطالعه یې کړم؟ دا ستونزه بېخي عامه ده؛ یواځې زه نه یم، بلکې ډېرې نورې ښځې هم له همدې ستونزې سره مخ دي.»

د کونړ ولایت یوه اوسېدونکې، لطیفه، چې د کتاب او مطالعې لېوالتیا لري، هم ورته

اوس هم له کتابونو سره لېوالتیا لرم، خو د دې توان نه لرم چې کتابونه واخلم. اقتصادي وضعیت مو ډېر کمزوری دی
لطیفه د کونړ ولایت یوه اوسېدونکې

خبره کوي: «اوس هم له کتابونو سره لېوالتیا لرم، خو د دې توان نه لرم چې کتابونه واخلم. اقتصادي وضعیت مو ډېر کمزوری دی او نه غواړم چې پر کورنۍ بار شم.»

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او همدارنګه په ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له پرله‌پسې غوښتنو سره سره، لا هم په افغانستان کې میلیونونه نجونې او ښځې له زده‌کړو او کار څخه بې‌برخې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) په یوه وروستي راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۲،۶ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو څخه بې‌برخې شوې دي.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ز کال د راپور له مخې بیا تر یاد کال پورې د افغانستان د ۱۵ کلونو او له هغه پورته عمر لرونکو ښځو یوازې ۵.۱ سلنه د کار ځواک برخه وه.

یو شمېر کتاب پلورونکي هم وايي، ښځینه پېرودونکې یې کمې شوې دي.

په جلال اباد کې د یوه کتاب‌پلورنځي مسوول، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «ښځینه پېرودونکې مو کمې شوې دي. پخوا به ډېرې راتلې؛ هم به یې د پوهنتون کتابونه اخیستل او هم به یې ناولونه او نور معلوماتي کتابونه وړل، خو اوس کله‌ناکله په ټوله میاشت کې یوه هم نه راځي.»

د ښځو او زده‌کړو د حقونو فعاله فروزان امیري وايي، یوه ښځه چې له زده‌کړو بې‌برخې وي او د یوه کتاب د پېرلو وس هم ونه‌لري، دا یوه ستره غمیزه ده.

دې ازادي راډیو ته وویل: «هره ورځ د ښځو ستونزې زیاتېږي. متأسفانه، په داسې ټولنه کې چې ښځې په آسانۍ کتابونو ته لاس‌رسی ونه‌لري او د تحمیلي فشارونو له امله له زده‌کړو هم بې‌برخې وي، دا د فاجعې اوج دی. اوس په افغانستان کې همدغه وضعیت روان دی او ورځ تر بلې لا پسې خرابېږي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) په ۲۰۲۵ز کال کې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ۷۸ سلنه افغانې ښځې، چې ډېری یې ځوانانې دي، له کار، مسلکي روزنې او لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. د راپور په ټکو، دغه شمېر د نارینه‌وو په پرتله څلور برابره ډېر دی.

په دې ښځو کې ځینې داسې هم شته (لکه په دغه راپور کې چې مرکې ورسره شوې دي.) چې اقتصاد یې کمزوری او د یوه کتاب د پېرلو وس هم نه‌لري.