په هرات کې کې یوه ښځینه سوداګره وايي: «پینځهسوه کیلو رُب مو په دیګونو کې په نغري ایښی و او غوښتل مو چې پروسېس یې کړو، چې زلزله شوه او هر څه یې له منځه یوړل.»
هغه زیاتوي، درې کاله وړاندې یې د زلزلې له امله د خوراکي توکو د تولید کارځای زیانمن شو او له هغه وخت راهیسې نهده توانېدلې، چې فعالیت یې بېرته د زلزلې تر مخه کچې ته ورسوي.
دې سوداګرې مېرمنې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل چې په دغه کارځای کې رُب، اچار، مربا او نور خوراکي توکي تولیدېدل او شاوخوا ۱۰۰ تنو پهکې کار کاوه.
هغه زیاتوي: «موږ هره ورځ له یو نیم تر دوو ټنو پورې مواد پروسېس کول، رُب، اچار، مربا او دې ته ورته مواد مو تولیدول، خو په زلزله کې مې پانګه له منځه لاړه، ځینې ماشینونه مو مات شول او تر لسو ټنو ډېر خام مواد مو په بشپړ ډول له منځه لاړل، زما ټوله پانګه همدا وه او بیا مې ونهشول کولای چې خپل کارځای بېرته د پخوا په څېر فعال کړم.»
د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۷مه څو زورورو زلزلو په هرات کې پراخه ویجاړۍ او مرګ ژوبله رامنځ ته کړه. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې زلزلو کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه،۲۶۰۰ نور ټپیان شول او د هرات په نهو ولسوالیو او د ښار په ځینو برخو کې تر ۲۷۵ زرو ډېر کسان اغېزمن شول.
د زلزلو له امله شاوخوا ۴۸ زره کورونه هم ویجاړ شول. دا سوداګره مېرمنه وايي، تر زلزلې وروسته یې د خپل کاروبار د بیا پیل لپاره په لیکلې بڼه د هرات د سوداګرۍ او صنایعو له خونې، د کرنې له ریاست او ځینو نادولتي موسسو د مرستې غوښتنه وکړه، خو د هغې په خبره، یواځې یوې موسسې، تر زلزلې اووه میاشتې وروسته ۱۲زره افغانۍ مرسته ورسره وکړه.
د هغې په خبره، فعالیت یې د یوې مودې لپاره ودرېد او ډېری کارکوونکې یې، چې ښځې وې، په کور کېناستې، خو یو نیم کال وروسته یې د خوراکي توکو د تولید کار له صفر څخه بیا پیل کړ او اوس ورسره شاوخوا اووه ښځې کار کوي.
له هماغو دولسزرو افغانیو پرته، چې یوې بهرنۍ موسسې راکړې، بل هېچا مرسته راسره ونهکړه، له همدې امله ناهیلې او زړهماتې شومیوه سوداګره مېرمن
هغه وايي: «له هماغو دولسزرو افغانیو پرته، چې یوې بهرنۍ موسسې راکړې، بل هېچا مرسته راسره ونهکړه، له همدې امله ناهیلې او زړهماتې شوم او ښځینه کارکونکې هم په کور کېناستې، ما ونهشول کولای خپل کار بېرته پیل کړم، یو نیم کال وروسته، چې اقتصادي او رواني وضعیت مې ډېر خراب شوی و، همدغه کار مې بیا له صفره پیل کړ.»
هغه وايي، اووه کاله وړاندې یې دغه کاروبار په ۶۰ زره افغانیو پیل کړی و او د خپلې ګټې د بیا پانګونې له لارې یې د زلزلې تر مخه د کاروبار ارزښت شاوخوا ۶۰ زره ډالرو ته رسولی و، خو د هغې په خبره، زلزلې دغه هر څه له منځه یوړل.
په ورته وخت کې، په لوېدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولانې وايي، د زلزلې له امله د زیانمنو سوداګرو ښځو غوښتنې او اسناد یې هماغه مهال ملي او نړیوالو بنسټونو ته لېږلي وو، خو ځانګړې مرستې ورسره ونهشوې.
د دې خونې مشرې، بهناز سلجوقي، ازادۍ راډیو ته وویل: «له بده مرغه، وروسته له دې چې موږ موضوع تعقیب کړه، له هغو ښځو سره، چې په دې برخه کې زلزلې زیانمنې کړې وې، د کومې پروژې له لارې مالي مرسته ونهشوه، موږ هم چې هر څومره هڅه وکړه، د خونې له خوا مو ورته څه ونهشول کولای، ځکه موږ یواځې د دوی غږ پورته کړای شو او تر دې ډېره مرسته مو له وسه نه وه پوره.»
آغلې سلجوقي وویل، اوس مهال په هرات ولایت کې ۱۲۰۰ سوداګرې ښځې په رسمي ډول فعالیت کوي. خو د زلزلو اغېزې یواځې د هرات تر سوداګرو ښځو پورې هم محدودې نهدي.
د ۲۰۲۵ز کال د نومبر د ۳مې نېټې په زلزله کې، چې شاوخوا یو کال وړاندې یې سمنګان او بلخ ولړزول، د طالبانو د حکومت د معلوماتو پر بنسټ ۲۷ کسان پهکې مړه او تر ۹۰۰ ډېر ټپیان شول او سلګونه کورونه او کورنۍ زیانمنې شوې. په دغو ولایتونو کې هم ځینې سوداګرې ښځې وايي، زلزلې یې کارځایونه او د کار وسایل له منځه وړي او تر اوسه نهدې توانېدلې چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
په سمنګان کې یوې سوداګرې ښځې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل: «پنځوسو ښځو دلته له ما سره خیاطي کوله، کله چې په سمنګان کې زلزله وشوه، هماغه کور ونړېد، موږ له صنعت او سوداګرۍ ریاست او یوې نادولتي موسسې نه د مرستې غوښتنه وکړه، خو هېچا زموږ غږ وانه ورېد، د خیاطۍ څو ماشینونه چې په اوو کلونو کې مو تر لاسه کړي وو، د انګړه په بېلابېلو برخو کې پاتې او خراب شول، زموږ یواځېنۍ غوښتنه دا ده، چې یوه کوټه راته په کرایه ونیول شي او د کار وسایل راته واخیستل شي، چې خپل کار بېرته پیل کړای شو.»
ازادۍ راډیو په دې اړه د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ له ریاست څخه پوښتنې وکړې، خو د راپور د خپرېدو تر وخت پورې یې ځواب ورنهکړ. دا چې د زلزلې له امله ځینې زیانمنې شوې سوداګرې ښځې بېرته کارونو ته ستنې شوې دي، معنی یې دا نهده، چې ګواکې د هغوی کارونه هغې کچې ته رسېدلي دي، چې تر زلزلې وړاندې وو.
د هرات سوداګره ښځه وايي، تر یوې مودې ځنډ وروسته یې د خوراکي توکو د تولید کارځای بېرته فعال کړی، خو د پانګې د کموالي او خراب اقتصادي وضعیت له امله لا هم نهده توانېدلې چې خپل فعالیت د زلزلې تر مخه کچې ته ورسوي: «اوس مو کار بېرته پیل کړی، خو د پانګې له کمښت سره مخ یم. له همدې امله مې ونهشول کولای خپل فعالیت بېرته هغې پخوانۍ کچې ته ورسوم چې هره ورځ مو له یو نیم تر دوو ټنو پورې مواد پروسېس کول.»