د ملګرو ملتونو سرمنشي په تیرو لسګونو کلونو کې د افغان کډوالو د کوربه توب لپاره د پاکستان ستاینه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې ددغو کډوالو ستنیدل ددوی په خپله خوښه ، خوندي او عزتمنده توګه ترسره شي.
انتونیو ګوتیرش د سه شنبې په ورځ په داسې حال کې چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یې ترڅنګ ولاړ وو اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل :
" د لسګونو کلونو لپاره ، پاکستان خپلې دروازې دهغو افغانانو لپاره پرانیستې وې چې د جګړو او ناکراریو له امله یي خپل هیواد پریښی و، د دې هېواد په ګوټ ګوټ کې خلکو له هغو کسانو سره چې د خوندیتوب او ساتنې په لټه کې وو، هر څه چې یې درلودل، شریک کړل. ملګري ملتونه ژمن دي چې له پاکستان سره په ګډه کار وکړي، څو د ساتنې اصول پلي او ډاډ ترلاسه شي چې د افغانانو ستنېدل په خپله خوښه، خوندي او په عزت ترسره کېږي ".
د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دغو خبرو دوه اونۍ مخکې، دکډوالو نړیوال سازمان ( IOM ) او د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمشنرۍ ( UNHCR) د سپتمبر په اتلسمه په یوه ګډ راپور کې وویل چې "د روان کال له جنورۍ تر سپټمبره څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له نیول کېدو وروسته افغانستان ته اخراج شوي دي".
په دې اړه نور:
د کوټې او نورو شاوخوا ښارونو چارواکو د افغان کډوالو پر ایستلو او دې برخه کې پر همغږۍ ټینګار کړیحاجي ګلزمان برکي پاکستان کې د افغان مهاجرینو د قومونو د عالي شورا د کومیسیون رئیس د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو هرکلی کوي خو وايي چې د افغان کډوالو ستونزې باید په نړیوال سټیج مطرح شي.
حاجي برکي وايي پاکستان کې د افغان کډوالو اکثر کمپونه تړل شوي دي او یو شمیر کډوال په ښارونو کې پاته دي .
هغه وايي چې دغو کډوالو ته چې لسګونه کاله یې پاکستان کې ژوند او خوارۍ کړي له شویو ژمنو سره سم د با عزته ستنیدو شرایط برابر او باید اجازه ورکړل شي چې خپلې شتمنۍ انتقال کړي.
" مونږ ورڅخه مننه کو چې دوی راغلل دلته یې داخبره یې وکړه چې افغان مهاجرین په عزت ځي ، په آبرو ځي، او د پاکستان خلکو افغان مهاجرینو سره ډیر کمکونه کړي دي. دوی باید دا خبره ددنیا په سطحه باندې وکي او هغه مهاجرین چې افغانستان ته تللي (ستانه شوي) دي ، نو دوی دپاره یو اقدام وکړي او له دنیا وغواړي چې له دوی سره کمک وکړي دوی خوندیتوب غواړي ، غذايي مشکلات یې دي ، د کار اوروزګار مشکلات نو دوی لپاره باید یو اقدام وکړي. "
د ملګرو ملتونو وروستي رپوټ وویل چې افغان کډوال د طالبانو تر واک لاندې داسې افغانستان ته ستنېږي چې کاري فرصتونه لا له وړاندې پهکې په نشت حساب دي او خلک په کې له فقر او بېوزلۍ کړېږي.
افغانستان ته ځینې ستانه شوي کډوال وايي لسګونه کاله یې پاکستان کې ژوند او خواري وکړې او هرڅه ترې هلته پاته شول .
دوی په افغانستان کې له بیکارۍ او دسرپناه له نشتوالي شکایت کوي.
نعمت الله چې څو میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ سره له اسلام اباد څخه ننګرهار ته شوی په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې لاهم مناسبه سرپناه نلري.
«صرف مو د (پردیو خلکو) د نمرو په چهاردېوالیو کې خېمې وهلې دي، دېوال یې هم نهسته صرف سنگکاري ده، هغه کې ټول خوارکیان پراته دي، ټول هڅې کوي، چې ځانونو ته سرپناوې پیدا کړي، خو د کورونو کرایې هم لوړې دي او کورونه هم په آسانه نه پیدا کېږي. »
پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ته زور ورکړی دی او په وروستیو دریو کلونوکې یې سلګونه زره سند لرونکي او بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د روان ۲۰۲۶ کال تراګست پورې یې څه د پاسه ۲.۶ ملیونه افغان کډوال ستانه کړي دي.