جلیله حیدر د ۱۹۸۴ز کال د ډېسمبر پر ۱۰مه د بلوچستان په مرکز کوټه کې په يوه هزاره ټبره کورنۍ کې زېږېدلې ده. په ۱۲ کلنۍ کې د پلار له سیوري بېبرخې شوې ده، خو وایي، له سختو ننګونو سره سره يې د پلار هغه آرمان، چې غوښتل يې دا مدافع وکیله شي، پوره کړ.
دې په ۲۰۱۰ز کال کې د کوټې پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه د قانون سند تر لاسه کړ او په ۲۰۱۱ز کال کې یې رسمي وکالت پیل کړ، چې په دې توګه هغه د خپل کالج لومړنۍ هزاره ښځینه وکیله شوه.
د «رایټ لایولي هوډ» اداره وايي، چې جليلې له پیله هغه ستونزمنې او خطرناکې قضیې په خپله غاړه اخیستې دي، چې نورو وکیلانو به د ځاني خطرونو له امله پرېښودې. د هغې د وکالت دفتر تر اوسه له ۷۰۰۰ څخه زیاتې حساسې قضیې چلولې دي او خلکو ته يې عدالت رسولی دی.
ياده اداره وايي، په دغو کارونو کې د ترهګرۍ په جعلي تورونو تورن شويو د ۱۵ بلوڅو ځوانانو شپږ کلنه قضیه او په ۲۰۲۵ز کال کې په بلوچستان کې د غيرت یا پت په نامه د ۳۰ وژل شویو ښځو حقوقي استازیتوب شامل دي.
جليلې او د هغې وکيلانو ملګرو دغه راز له ۶۰۰ څخه زیاتو سیاسي فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو باندې د پوليسو لګول شوي بنديزونه ختم کړي او د هغوی د آزاد ګرځېدو ازادي بيا موندلې او تر څار لاندې کسانو له لېسټ څخه يې د هغوی د نومونو په لرې کولو کې مرستې کړې دي.
جليله د افغان کډوالو او جنسیتبدلو«ټرانسجېنډر» د حقونو استازیتوب هم کوي. په ۲۰۱۸ز کال کې هغې په کوټه کې د هزاره ټولنې د پرلهپسې هدفي وژنو پر ضد ۷ ورځنی د نه خوړولو احتجاج وکړ، چې په پایله کې یې د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل د پوځ د مشر او هزاره ښځو تر منځ نېغ په نېغه خبرې وشوې او په سیمه کې بریدونه د پام وړ کم شول.
جليلې حيدر، ازادۍ راډيو ته وويل، د دې جايزې په ګټلو خوشحاله ده، خو وايي دغه سفر يې لا روان دی او د ترهګرۍ په ځپلو کې به هره مرسته کوي: «موږ په دې باور یو چې د سولې راوستل د دولت مسوولیت دی، خو خلکو ته د شعور ورکول زموږ خپله دنده ده؛ لکه د قبيلهپرستۍ پر ضد، موږ باید ګډه مبارزه وکړو. ټولې نړۍ یو ځل بیا په داسې یوه پړاو کې قدم ایښی دی، لکه د هېټلر نازېزم او بریتانوي استعمار، چې هدف یې د خلکو ویشل و. موږ باید فکر وکړو او یو داسې څه جوړ کړو چې خلک پهکې له يوه بل سره يو ځای د اوسېدو هنر زده کړي. یواځې په تېر تاریخ کې په پاتې کېدو یا په هغه څه پورې ځان تړل چې په تېر کې دا شوي او هغه شوي، دا به زموږ زخمونه ونه رغوي.»
د جلیلې د وکالت دفتر ليکي، چې جليله حیدر په بلوچستان کې د لومړي تاریخي ښځینه لاريون مشري کړې ده. د غالۍ اوبدلو کارخونه یې جوړه کړه، د ماشومانو لپاره یې وړیا روزنيز مرکز جوړ کړی او د ښوونځیو نجونو ته یې د سایبر خوندیتابه روزنه ورکړې. نوموړې د ۲۰۱۹ز کال د جنسیتبدلو د قانون او په بلوچستان کې د کمعمرۍ د د ودونو د مخنیوي قانون په جوړولو کې هم فعاله ونډه لرلې ده. په ۲۰۱۵ز کال کې یې «We the Humans» بنسټ جوړ کړی، چې له لارې یې د ترهګرۍ د قربانیانو تر ۴۰۰ زیاتې کونډې په خپلو پښو درولې دي.
په ۲۰۱۶ز کال کې د کوټې په ملکي روغتون کې د وکیلانو په غونډه کې ځانمرګي بريد پر وخت هلته حاضره وه، چې روغه پاتې شوه.
دا زما، د بلوچستان، پاکستان او په ځانګړې توګه زموږ د کوټې ښار لپاره یوه لویه او ارزښتناکه لاس ته راوړنه دهجلیله حیدر
جلیلې، ازادۍ راډيو ته وويل، چې د عدالتغوښتنې له مبارزې نه پر شا کېږي: «دا زما، د بلوچستان، پاکستان او په ځانګړې توګه زموږ د کوټې ښار لپاره یوه لویه او ارزښتناکه لاس ته راوړنه ده؛ دا هغه ښار او ولایت دی چې ډېر دردونه او غمونه یې لیدلي دي. ان شاءالله، زه به د دې جایزې پیسې په داسې یو بنسټ او بورډ ولګوم، چې زموږ د ولایت او ښار له ټولو قومونو سره به په همغږۍ او همکارۍ کار وکړي، چې یو څه مثبت جوړ کړو. زه به لومړی د هغو هېرو شویو او بېنومو خلکو د پېژندنې او اسنادو جوړولو کار پیل کړم، چې د چاودنو او بریدونو ښکار شوي دي، (لکه په مېزان چوک کې کوم لاسي کراچيوان چې په چاودنه کې وژل شوی وي). وروسته به هڅه وکړم، چې د هغو د ماشومانو د زدهکړو او نورو لویو چارو لپاره یو څه وکړم او دا لړۍ مخکې یوسم، ځکه اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې موږ ټول په ګډه پر خپلو زخمونو مرهم کېږدو. زموږ دردونه که څه هم په خپلو کې بېلابېل وو، خو موږ ټولو په ګډه زغملي دي، نو ځکه به د دغو دردونو درملنه او بیا رغونه هم په ګډه او ټولیزه توګه کوو.»
د «رایټ لایولي هوډ» جایزه چې په ۱۹۸۰ز کال کې د سویډني فیلاتلسټ جیکب فان اکسکول له خوا د نوبل د بدیل په توګه رامنځته شوه، تر دغه دمه د نړۍ د ۸۲ هېوادونو شاوخوا ۲۰۷ کسانو او سازمانونو ته یاده جایزه ورکړل شوې ده.
د سږني (۲۰۲۶ز کال) په نورو معتبرو ګټونکو کې د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا یا (AI) مخکښه څېړونکې ټمین ګېبرو، د سوېلي افریقا د ۱۱ هېوادونو د څه باندې ۱۷۸ زرو کسانو او بزګرانو حقونو لپاره ځانګړی شوی خوځښت «Rural Women's Assembly» او د جورجیا تر ټولو پخوانی او مخکښ حقوقي سازمان «Georgian Young Lawyers' Association» شامل دي.
یادې ټولې جایزې به د روان کال ډېسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې په یوه ځانګړې او رسمي غونډه کې ګټونکو ته ووېشل شي.