د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار، چې یو وخت د پښتو کتابونو د خپراوي او پلور لوی مارکیټ بلل کېده، اوس پهکې د کتابونو د پلور او خپرېدو بازار نږدې په ټپه ولاړ دی.
په جلال اباد کې یو شمېر کتابخپرونکي او پلورونکي وايي، په افغانستان کې د بېکارۍ د زیاتېدو تر څنګ د کتابونو پر خپراوي د طالبانو د حکومت کلکه څارنه د دې لامل شوي، چې د دوی کار روزګار اغېزمن شي.
دوی وايي، دغه راز له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتون پورې د نجونو پر عصري زدهکړو بندیز بله هغه مسله ده، چې د کتاب د پلور بازار یې سخت اغېزمن کړی دی.
دا چې اوس مهال د نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړل شوې دي او د دې تر څنګ د هېڅ ډول زدهکړو اجازه نه ورکول کېږي، دې کار زموږ د کتابونو د خپراوي په چاره اغېز کړی دیپه ننګرهار کې د کتابونو یو خپرونکی
په ننګرهار کې د کتابونو یو خپرونکی، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادۍ راډيو ته وویل: «دا چې اوس مهال د نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړل شوې دي او د دې تر څنګ د هېڅ ډول زدهکړو اجازه نه ورکول کېږي، دې کار زموږ د کتابونو د خپراوي په چاره اغېز کړی دی، ځکه د کتابونو د پلور بازار نهشته او کله چې د کتابونو د پلور بازار نه وي، نو طبیعي خبره ده چې د کتابونو د خپراوي په چاره اغېز لري.»
په جلال اباد کې یوه بل کتابپلورونکي، چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادۍ راډيو ته وویل: «په ټوله کې د کتاب لوست کم شوی دی، هغه ځوانان چې مخکې به راتلل او د خپل مسلک اړوند لسګونه کتابونه به یې پېرل، نو اکثره هغوی یا له هېواده وتلي دي او که ځینې یې همدلته دي هم، زړونه یې مات شوي دي، یا اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، همدا لامل دی چې د کتابونو خپراوی ډېر کم شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي. طالبانو دغه راز له تېرو پینځو کلونو راهیسې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتون پورې د نجونو پر هر ډول عصري زدهکړو بندیز لګولی دی.
کتابپلورنکي وايي، هغه مهال چې د نجونو پر زدهکړو بندیز نه و، نجونو اړتیا لرله چې د درسي کتابونو تر څنګ د عمومي معلوماتو بېلابېل کتابونه وپلوري، خو اوس چې دوی په کور ناستې دي، نو تر ډېره یې له مطالعې سره هم مینه کمه شوې ده. په ورته وخت کې د ننګرهار پوهنتون یو شمېر محصلان او د ښوونځیو زدهکونکي وايي، د کمزوري اقتصادي وضیعت له امله نهشي کولای، چې د مطالعې لپاره نوي کتابونه وپېري.
د ننګرهار پوهنتون د ژبو ادبیاتو د پوهنځي یوه محصل سمیع الله، ازادۍ راډيو ته وویل: «په اوسني وخت کې خلک په خپلو خېټو او یوې مړۍ ډوډۍ پسې ورک دي او دغه کار د مطالعې بازار پیکه کړی دی، کله چې یو څوک یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران وي نو کتابونه به په څه شي وپېري.»
په ننګرهار کې د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زدهکوونکې، خدیجې، چې پر زدهکړو د طالبانو د بندیز له امله یې تعلیم نیمګړی پاتې دی، ازادۍ راډيو ته وویل: «غټه ستونزه دا ده، چې ښوونځي او پوهنتونونه بند دي، ځکه له لوست سره علاقه کمه شوې ده، کله چې یوه نجلۍ په کور کې راایساره وي، له هغې سره لوی سوال همدا وي، چې ولې زدهکړو او کار ته نه پرېښودل کېږم، نو په دې حالاتو کې له ذهني او اقتصادي اړخه دوی نهشي کولای، کتابونه واخلي او هغه مطالعه کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په کابل او ولایتونو کې ځینو کتابخپرونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې د طالبانو د حکومت استخباراتي ماموران کتابپلورنځیو ته ورغلي او شاوخوا پنځوسزره ټوکه کتابونه يې له دوی راټول کړي، چې له امله یې دوی ته په میلیونونو افغانۍ زیان رسېدلی دی.
دوی ویلي وو، چې ډېری راټول شوي کتابونه د تاریخي، سیاسي او مذهبي موضوعاتو په اړه وو او یا هم د افغانستان د نوموتو شخصیتونو په اړه لیکل شوي وو. ازادۍ راډيو هغه مهال د پښتو او دري ژبو د ۷۸ کتابونو نوملړ هم تر لاسه کړی و، چې ويل کېدل د طالبانو حکومت کتابپلورنځیو ته سپارلی و او ترې غوښتي یې وو، چې دغه کتابونه ونه پلوري. خو طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه وو ویلي.