د پاکستان د اپوزیسیون مشرتابه وايي، د عمران خان له لیدو پرته د لاریون د ځنډولو شونتیا نه‌شته

له زندان څخه د (PTI) ګوند د بنسټګر عمران خان د راخلاصي لپاره پلان شوي ستر لاریونونه پیلېږي. پاکستان څو ځله د هغه له پلویانو سره خبرې وکړې، چې له لاریونونو لاس واخلي، خو کومه پایله یې ورنه‌کړه. د پاکستان د اپوزیسیون مشرتابه ویلي، تر څو یې چې له عمران خان سره نه وي لیدلي، لاریونونه نه‌شي ځنډولی.

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، تر څو چې د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره لیدنه نه وي شوې، د اوږده لاریون د ځنډولو پرېکړه نه‌شي کېدای.

اڅکزي زیاته کړې، که د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر یا نورو مشرانو سره د عمران خان لیدنې ته زمینه برابره شي، دوی به ډاډ ورکړي چې تر لیدنې وروسته به رسنیو ته خبرې نه کوي.

په ورته وخت کې، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدي اعلان کړی، چې اوږد لاریون به له نن ورځې(د اکتوبر له ۴مې) پیل شي. هغه پر خپله (اېکس) پاڼه کې ویلي، چې لاریون به

لاریون به له لکي مروت څخه پیل او د بېلابېلو ښارونو له لارې به وغځېږي
سهیل خان اپریدي د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر

له لکي مروت څخه پیل او د بېلابېلو ښارونو له لارې به وغځېږي.

د اعلان له مخې، د لاریون ګډونوال به له لکي مروت څخه وخوځېږي، د کرک، کواټ، پېښور او چارسدې له لارې به تېر شي او د اکتوبر پر ۸مه به په ټاکل شوې سیمه خیراباد (اټک پُل) کې راټول شي. تمه وه د عمران خان په پلوۍ دغه لاریونونه د تېر سېپټمبر پر ۲۷مه نېټه تر سره شي.

د پاکستان حکومت له اوونیو راهیسې دغو لاریونونو ته ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او په زرګونه سرتېري له پېښور څخه تر اسلام اباد پورې په لارو کې ځای پر ځای شوي دي. رویټرز خبري اژانس لیکي، چې د پاکستان حکومتي چارواکو او د عمران خان ګوند د دغو لاریونونو د نه تر سره کېدو په اړه دوه ځلې خبرې وکړې، چې بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

له بلې خوا محمود خان اڅکزي د لاریون پر دوام د ټینګار په ترڅ کې ویلي دي، چې د اوږده لاریون د پای ته رسولو یا ځنډولو وروستۍ پرېکړه یواځې له عمران خان سره تر بشپړې مشورې وروسته کېدای شي. نوموړي غوښتنه کړې، چې تر هر څه مخکې دې د عمران خان خویندې خوشې شي او له عمران خان سره تر لیدنې وروسته چې هره ګډه پرېکړه وشي، ټول به یې مني.

بل لوري ته، د خبرو اترو په اړه علامه راجا ناصر عباس ویلي دي، چې د حکومت او اپوزیسیون تر منځ لا هم ولاړ حالت دوام لري. هغه ویلي، که څه هم په لومړي سر کې ستونزې وړې ښکارېدې، خو دواړه لوري کومې وروستۍ پایلې ته نه‌دي رسېدلي.

د نوموړي په وینا، خپل شخصي ډاکتر ته د عمران خان د لاس‌رسي موضوع لا نه‌ده هواره شوې او د ترهګرۍ او ملي عمل پلان په اړه هم ځینې اندېښنې شته. هغه زیاته کړې، چې د خبرو د مثبتې پایلې لپاره یې هڅه کړې، خو ولاړ حالت له منځه نه‌دی تللی. د اپوزیسیون غړو ویلي چې د وضعیت د سمولو لپاره به سبا دوشنبې(د اکتوبر ۵مه) د خبرو بل پړاو هم ترسره شي.