کابل ژوبڼ نن سبا د ګڼ شمېر سیلانیانو سربېره د زرګونو تنکیو زده‌کوونکو پام هم ځان ته وراړولی دی

زده‌کوونکي وايي، ژوبڼ ته یې په علمي سفر کې د بېلابېلو ژویو په اړه ځینې معلومات تر لاسه کړي، چې په زده‌کړو کې یې مرسته ورسره کړې. د کابل ژوبڼ مسوولان وايي، اوس‌مهال په دغه ژوبڼ کې سل ډوله ژوي، مرغان، خزندې او کبان شته، چې شمېر یې ۶۰۰ ته رسېږي. د ماشومانو د برخې فعالان د ښوونځیو د ادارو دغه ګام ستايي.

په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکی احمد مسیح وايي: «کابل ژوبڼ یو ډېر په زړه پورې او د لیدو وړ ځای دی.» دی زیاتوي، کابل ژوبڼ ته په علمي سفر کې یې د ژویو د عملي ژوند ننداره وکړه او ځینې هغه څه یې، چې په کتابونو کې یې په اړه لوستي وو، له نږدې ولیدل: «موږ څه موده مخکې، د ښوونځي له خوا کابل ژوبڼ ته تللي وو. موږ ته یوه ډېره ښه تجربه وه، ځکه چې موږ د حیواناتو په اړه ډېر څه زده کړل، چې څنګه ژوند کوي، څه ډول خواړه خوري، چې په درسونو کې یې له موږ سره ډېره مرسته وکړه.»

د کابل د یوه بل خصوصي ښوونځي زده‌کوونکې مریم هم ورته خبره کوي، خو غوښتنه لري چې د حیواناتو شمېر په‌کې زیات شي: «هلته ژوي وو، څه ډول یې چې موږ ته معلومات راکړل، ډېر جالب وو، خو حیوانات ډېر کم وو. زما چې ډېر خوښېږي، هغه فیل دی، فیل په‌کې نه و.»

د کابل ژوبڼ مسوولان وايي، اوس مهال په دغه ژوبڼ کې سل ډوله ژوي، مرغان، خزندې او کبان شته، چې شمېر یې ۶۰۰ ته رسېږي. د دغه ژوبڼ عمومي آمر عزیزګل ثاقب ازادۍ راډیو ته وویل، دوی د ژوبڼ د لویولو او د ژویو د زیاتولو لپاره هڅه کوي او په دغه لړ کې یې یو شمېر ژوي ژوبڼ ته راوړي هم دي: «د لویولو په فکر کې یې یو. طرحه مو کندهار ته لېږلې، یو شمېر حیوانات زیات شوي، لکه سپین پړانګ، چې د لومړي ځل لپاره باغ‌وحش ته راوړل شوی دی.»

دی زیاتوي، چې یو شمېر غرڅنۍ چې په شبرغان کې په غیرقانوني ډول ساتل کېدې، هم کابل ژوبڼ ته راوړل شوې او مرغان هم زیات شوي دي.

مخکې دغه ژوبڼ فیل هم درلود، خو په تېر جمهوري نظام کې د کابل ژوبڼ مسوولانو ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې هغه د کورنیو جګړو پر مهال په توغندي ولګېد او مړ شو. کابل ژوبڼ بیا له هند څخه د فیلانو د مرستې غوښتنه کړې وه، خو داسې ښکاري چې تر اوسه یې دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړل شوی.

هغه مهال د کابل ژوبڼ مسوولانو ازادۍ راډیو ته دا هم ویلي وو، چې د کابل ژوبڼ زمري «مرجان» ته هم د کورنیو جګړو پر مهال لاسي بم وراچول شوی و، چې په سترګو ړوند او وروسته بیا په خپل مرګ مړ شو.

د مسوولانو په خبره، یو شمېر حلال ژوي بیا هغه مهال وړل شوي او خوړل شوي وو. د ماشومانو د برخې فعالان وايي، ژوبڼ ته د زده‌کوونکو ورتګ د دوی له ښې زده‌کړې او د معلوماتو له زیاتېدو سره مرسته کوي.

دا ډېره ښه خبره ده چې ماشومان ژوبڼ ته ولاړ شي، حیوانات له نږدې وګوري، په تېره بیا که د ایکوسېسټم په اړه معلومات ورکړل شي؛ دا چې مختلف ژوي د ژوند د بقا لپاره څنګه مرسته کوي او په ایکوسېسټم کې د دوی نقش څه دی.
ډاکټر محب زغم

له دې ډلې ډاکټر محب زغم ازادۍ راډیو ته وویل: «دا ډېره ښه خبره ده چې ماشومان ژوبڼ ته ولاړ شي، حیوانات له نږدې وګوري، په تېره بیا که د ایکوسېسټم په اړه معلومات ورکړل شي؛ دا چې مختلف ژوي د ژوند د بقا لپاره څنګه مرسته کوي او په ایکوسېسټم کې د دوی نقش څه دی.»

ښاغلی زغم وايي، که دغه شیان ماشومانو ته وښودل شي، هغوی به پوهـ شي، چې د طبیعت پالل په کار دي او ټول ژوي د یوه بل د وجود لپاره اړین دي. یو شمېر خصوصي ښوونځیو کابل ژوبڼ ته د خپلو زده‌کوونکو د علمي سفرونو په اړه پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي دي: «دوی باور لري، چې زده‌کړه یواځې په ټولګي او کتابونو پورې محدوده نه‌ده؛ تجربه، مشاهده او علمي تفریحي سفرونه هم د ماشومانو د زده‌کړې او ودې د بهیر مهمې برخې دي.»

دوی دا هم ویلي، چې «د داسې پروګرامونو په تر سره کولو سره، هڅه کوو چې د زده‌کوونکو د پوهې، کنجکاوۍ، د مشاهدې د مهارتونو او ټولنیزې روحیې د ودې لپاره مناسب فرصتونه برابر کړو.» د کابل ژوبڼ پر فېسبوک‌پاڼه د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، یواځې په سېپټمبر میاشت کې له ۸ زرو زیات د ښوونځیو، مدرسو او وړکتونونو ماشومان دغه ژوبڼ ته ورغلي دي.

مسوولان وايي، دغه بهیر له کلونو راهیسې روان دی. دوی زیاتوي، هر ښوونځی چې غواړي خپل ماشومان د ژویو د لیدو لپاره کابل ژوبڼ ته بوځي، له مخکې له دوی سره یو استعلام شریکوي، چې د هماغه پر بنسټ بیا اجازه ورکول کېږي.

کابل ژوبڼ ته د داخلېدو لپاره د لویانو ټکټ دېرش افغانۍ او د ماشومانو شل افغانۍ دی، خو مسوولان وايي، زده‌کوونکو او محصلانو ته، چې د علمي سفر په موخه ورځي، وړیا دی. کابل ښاروالۍ په‌خپله وېب‌پاڼه کې د کابل ژوبڼ په اړه لیکلي دي، کابل ژوبڼ په ۱۳۴۶ل کال کې د محمد ظاهرشاه د کورنۍ له خوا جوړ شو، چې افتخاري رییس یې سردار نادر و.

د دغه ژوبڼ په اړه وړاندې ویل شوي، چې په کورنیو جګړو کې سخت زیانمن شوی و، خو بیا بېرته ورغول شو، چې په‌کې د نویو قفسونو جوړول او د ژویو د درملنې لپاره د حیواني کلینیکونو جوړول هم شامل دي.

دغه ژوبڼ په ۲۰۰۹ز کال کې نړیوال غړیتوب هم تر لاسه کړی دی. د کابل ژوبڼ مسوولان وايي، له نږدې ولایتونو هم یو شمېر زده‌کوونکي او محصلان کابل ژوبڼ ته د علمي سفر لپاره ورځي، خو د لرې ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، هیله لري چې د دوی په ولایتونو کې هم د امکاناتو تر بریده واړه ژوبڼونه جوړ شي، چې ماشومان ورشي، ویې ویني او د زده‌کړو او معلوماتو له پراختیا سره یې مرسته وکړي.

د کندهار ولایت اوسېدونکي رحمت‌الله شېرزاد ازادۍ راډیو ته وویل: «که چېرې ژوبڼونه زیات شي، دا به د زده‌کوونکو لپاره ډېر ښه وي او هغوی به په دې برخه کې له لیدنې او کتنې ښه ګټه واخلي.»

د اکتوبر ۴مه د ژویو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د ۱۹۳۱ز کال په مې میاشت کې په ایټالیا کې د ژویو د ملاتړ سازمانونو په نړیوال کانګرس کې په دغه نامه ونومول شوه، خو لومړنی نوښتګر یې جرمنی لیکوال او د ژویو د ملاتړ فعال «هاینریش زیمرمان/Heinrich Zimmermann» بلل شوی دی.

د دې ورځې د لمانځنې موخه د ژویو وضعیت، هوساینې او خوندیتابه ته کتنه ده. خو د چاپېریال‌ساتنې د یو شمېر کارپوهانو په وینا، په افغانستان کې د طبیعي ستونزو او د خلکو د نه پاملرنې له امله ژوي، په ځانګړي ډول وحشي ژوي، له ښه وضعیت څخه نه‌دي برخمن.

د چاپېریال‌ساتنې د برخې یوه کارپوهـ، ولي مدقق، ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ په هېواد کې وحشي ژوي له ښه وضعیت سره مخ نه‌دي. هم په طبیعي ډول له ګواښ سره مخ دي، استوګنځایونه یې له منځه تللي، تخریب شوي یا ورته ګواښ متوجه دی او هم په بې‌رحمانه ډول ښکار کېږي، چې که اړوند مسوولان او خلک یې د خوندیتوب په برخه کې پام ونه‌کړي، دغه وضعیت د لا خرابېدو په حال کې دی.»