«ما وژغورئ، نه غواړم دلته مړ شم»؛ د فلایدوبی د ۱۰۷۳ الوتنې د خونړي کابین د یوه مسافر روایت
یو ګورجستاني-اسراییلي د غاښونو ډاکټر د فلایدوبۍ د ټپي پیلوټ د ژغورلو کیسه کوي:
«ما له هغه سره په وروستي ځل خدای پاماني وکړه»؛
شوتا موسیایف، ګورجستانی-اسراییلی د غاښونو ډاکټر، ازادي راډیو ته ویلي چې د سپټمبر په ۳۰مه له دوبۍ څخه اسرائیل ته د فلایدوبۍ د یوې الوتنې مرستیال پېلوټ پر اصلي پیلوټ د چاقو برید وکړ.
موسیایف د سخت ټپي شوي پیلوټ په درملنه کې مرسته وکړه او د الوتکې له عملې یې وغوښتل چې الوتکه په سعودي عربستان کې بېړنۍ ناسته وکړي.
د موسیایف په وینا، پیلوټ څو ځله ورته وویل: «ما وژغورئ، نه غواړم دلته مړ شم.»
اسراییلي چارواکي وايي، مرستیال پیلوټ هڅه کړې وه چې د الوتکې کنټرول په خپل لاس کې واخلي او الوتکه راوغورځوي.
اسراییلي چارواکي څېړي چې ایا دا پېښه د یوه ترهګریز برید د ترسره کولو هڅه وه که نه.
یو ګورجستاني-اسراییلي د غاښونو ډاکټر د فلایدوبۍ د ټپي پیلوټ د ژغورلو کیسه کوي: «ما له هغه سره په وروستي ځل خدای پاماني وکړه»
د موسیایف په وینا، پیلوټ څو ځله ورته وویل: «ما وژغورئ، نه غواړم دلته مړ شم.»