راپور: ایران هره اوونۍ د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه کوي

د راپورونو له مخې، ایران د اګست له پیل راهیسې هره اوونۍ له هرمز تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو شاوخوا ۳۰ او د بېړیو ضد توغندیو ۱۰ بریدونه کړي دي.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په دوهمه، راپور ورکړی چې د یوه لوېدیځ امنیتي چارواکي د محرمو معلوماتو له مخې، ایران هره اوونۍ لسګونه بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو توغوي، خو ډېری یې خپلو هدفونو ته نه رسېږي.

د دغه چارواکي په وینا، په تېرو ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه څلور سوداګریزې بېړۍ د ایران د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

له بلې خوا، د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د چهارشنبې په ورځ د ایران په دولتي تلوېزیون کې ویلي چې دوی هغه وړې بېړۍ په نښه کوي چې غواړي له هرمز تنګي تېرې شي او د تېرېدو مخه یې نیسي.