له هرمز تنګي د مایع ګاز د بار وړونکو کښتیو شمېر لوړې کچې ته رسېدلی

رویټرز د انرژۍ د بازار د څارونکو ادارو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د سپټمبر په میاشت کې له هرمز تنګي څخه د مایع طبیعي ګاز (ایل‌این‌جي) د لېږدونکو کښتیو شمېر د امریکا او اسرائیل له‌خوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د «ایس‌اند‌پي ګلوبل انرژي» د معلوماتو له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د مایع ګاز ۱۹ بار وړونکې کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې چې ۱۳ یې د قطر او شپږ یې د متحده عربي اماراتو وې. کپلر شرکت بیا د دغو کښتیو شمېر ۲۱ ښودلی دی.

له هرمز تنګي د مایع ګاز د لېږد زیاتوالی په داسې حال کې دی چې له دې اوبلارې د تېلو د لېږد کچه هم په وروستیو اوونیو کې لوړه شوې او د راپورونو له مخې، د جګړې له پیل مخکې کچې ته نژدې شوې ده.

تر جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه اومه تېل او مایع طبیعي ګاز له هرمز تنګي تېرېدل.