قزاقستان، ازبکستان او امارات د افغانستان له لارې د رېلګاډي پټلۍ جوړوي

قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د «کاسا» پروژې په چوکاټ کې د یوې نوې رېللارې د جوړولو لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د قزاقستان د صدراعظم دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا رېللار به قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان سره ونښلوي او د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته به د منځنۍ اسیا د هېوادونو د توکو د لېږد زمینه برابره کړي.

درې واړه هېوادونه به د پروژې د تخنیکي او اقتصادي امکان‌سنجۍ ترڅنګ د تمویل لارې هم وڅېړي او د تخنیکي، اقتصادي او مالي چارو لپاره د ګډې کاري ډلې د جوړولو پلان لري. د قزاقستان د حکومت په وینا، دغه مسیر په کال کې تر ۱۰ میلیونه ټنو بار لېږد وړتیا لرلی شي.