افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د ستنو شویو افغان کډوالو بده ورځ

د هغو افغانانو جنازې چې ایران ته د تګ پر مهال په دښته کې مړه شوي دي.

له افغانستان څخه ایران ته بېرته ستون شوی یو افغان وايي، وطن کې ورته په بې‌کارۍ او بې‌وسۍ کې ژوند سخت و او بېرته دې ته اړ شول، چې په قاچاقي لاره ایران ته ولاړ شي، خو درې خویندې او میره یې دښته کې له تندې مړه شول. له پاکستان څخه راستون شوی یو افغان هم وايي، لاره لټوي چې بېرته کډه شي.

نظام، هغه افغان ځوان، چې شاوخوا شل ورځې مخکې یې ایران ته په قاچاقي لاره د بیا کډه کېدو پر مهال څلور خویندې، چې عمرونه یې له ۶ تر ۱۵ کلونو پورې وو او ۴۵ کلنه میره یې په دښته کې له تندې مړه شول؛ ازادۍ راډیو ته وايي: «دوی چې یو ځای پورې راغلي وو، تږي شوي وو، زما ورور دوی یوه سیوري ته کېنولي وو او ورته یې ویلي وو چې زه به ولاړ شم، تاسې ته به اوبه راوړم. ریګو کې یوه ځای پورې تللی و، اوبه یې هم پیدا کړې وې، خو چې بېرته راته، لاره ترې ورکه وه، بې‌خوده شوی و، دا بیا بل چا پورته کړی و، که نه نو دا هم وفات کېده.»

ده، چې له خپلې کورنۍ سره لسیزې عمر په ایران کې تېر کړي وو، تېر کال افغانستان ته ستون شوی و او اوس یواځې یو ورور ورپاتې دی، چې تر ده ۱۰ کاله کشر دی. د بغلان ولایت دغه ۳۵ کلن اصلي اوسېدونکی کیسه کوي، چې د کډوالو کومه ډله، چې د ده د کورنۍ غړي هم په‌کې وو، څنګه دا سخته پرې راغلې وه: «قاچاقبر دوی ته ویلي وو چې یو ساعت یا نیم ساعت پلی تګ دی، هغه هم په کلکه ځمکه، خو دغه غریبان چې راغلي وو، دوی ته یې په ریګستان کې پیاده‌روي ورکړې وه، تقریباً درې ساعته یې پیاده‌روي کړې وه، هغه هم د ورځې. که د شپې وای، ممکن کومه ستونزه نه وه پېښه شوې، خو د ورځې ګرمي وه، نو دوی همغلته مړه شوي وو.»

نظام وايي، دی له خپلې کورنۍ مخکې بېرته ایران ته تللی و او کورنۍ یې د نیمروز او «مک‌سوخته» بندر له لارې وروسته ورپسې روانه شوې وه.

دی زیاتوي چې د مړو په لېږد کې د سیمې خلکو او د ایران حکومت له دوی سره همکاري وکړه، خو په هغه هېواد کې د طالبانو حکومت د استازولیو کسان نه وو ورغلي.

په ایران کې د «حال‌وش» په نامه د بشري حقونو یوې ادارې د سېپټمبر پر ۱۳مه راپور ورکړ، چې لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال، چې ښځې، نارینه او ماشومان په‌کې شامل وو، د ایران او افغانستان پولې ته څېرمه د سراوان ښار د روتک سیمې په «مک‌سوخته» کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي.

خو په ایران کې د طالبانو د حکومت ډیپلوماټیکو سرچینو هغه مهال له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د «حال‌وش» له خوا ورکړل شوی شمېر رد کړی و.

سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې یوه مور او څلور لوڼې یې، چې د بغلان ولایت اوسېدونکې وې، د سېپټمبر پر ۱۱مه ایران ته پر لاره د سختې لوږې او تندې له امله مړې شوې دي، هغه خبره چې نظام یې هم کوي.

اوس پوښتنه پیدا کېږي، چې خپل هېواد ته تر ستنېدنې وروسته بیا کډوالي ولې؟

زموږ دا خیال و چې وطن جوړ شوی، کار دی او ژوند دی. دولت هم ډېرې وعدې کړې وې چې تاسې راشئ، کمک کوو، زمینه د کار تاسې ته برابروو او تاسې ته ځمکې درکوو، کورونه پرې جوړ کړئ
نظام د قربانیانو خپلوان

نظام یې په ځواب کې ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ دا خیال و چې وطن جوړ شوی، کار دی او ژوند دی. دولت هم ډېرې وعدې کړې وې چې تاسې راشئ، کمک کوو، زمینه د کار تاسې ته برابروو او تاسې ته ځمکې درکوو، کورونه پرې جوړ کړئ. ټول خیال و، هېڅ شی هم نه و، کار هم نه پیدا کېده چې تا خپل د کورنۍ غړو ته نفقه برابره کړې وای.»

نظام وايي، اوس په ایران کې بېرته خپل پخواني کار ته، چې ودانیزې چارې وې، ستون شوی دی. د یادونې ده چې یواځې نظام دغه شکایت نه‌کوي، بلکې تر دې وړاندې هم افغانستان ته یو شمېر ستنو شویو افغان کډوالو له ازادۍ راډیو سره ورته شکایتونه شریک کړي دي.

له پاکستان څخه د افغانستان هرات ولایت ته یو ستون شوی کډوال، چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ، میرمنې، شپږ زامنو او دوو لوڼو سرپرست دی، هم وايي لاره لټوي چې بېرته کډه شي، آن په خبره یې که په قاچاقي او سخته لاره هم وي.

ده، چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته یې وویل: «نه کاروبار شته، نه بل څه. یوه نیمه میاشت کېږي چې راغلي یو، کومک نه‌کوي. دوی به ویل چې که کسب واله راشي دلته، دا به وي، هغه به وي، خو هېڅ هم نه‌شته.»

دی زیاتوي، اووه کاله پاکستان کې وو، خپله یې د زړه والونه بند دي، هلته به یې زامنو یوه نیمه خواري غریبي کوله او پیسې یې کور ته راوړلې، خو دلته یې غریبۍ ته هم نه پرېږدي: «هلته خو داسې خبره وه، چې هغه هلک به دوه‌زره راوړلې، هغه ماشوم به هم دوه‌زره راوړلې، هغه بل زوی مې تازه خیاط شوی و، دلته هغه بله ورځ ښاروالۍ رېړه ترې اخیستې وه، وړوکی هلک د ۱۳ کلونو، پنځوس روپۍ یې هم ترې اخیستې وې او وهلی یې هم و، ښه ولې؟»

د افغانستان د ماشومانو د حقونو د ساتنې قانون له مخې، ماشوم هغه کس ته ویل کېږي چې ۱۸ کلنۍ ته نه وي رسېدلی، هغه څه چې د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون هم ویلي دي.

د افغانستان د اساسي قانون ۴۹مه ماده کې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې په دغه هیواد کې نافذ و، راغلي چې پر ماشومانو د کار تحمیل جواز نه‌لري.

خو په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو او افغانستان کې په ځانګړي ډول د بېرته ستنو شویو کورنیو، بې‌وزلي د دې لامل شوې چې آن دوی خپل ماشومان هم کار ته ولېږي، داسې مهال چې د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې له بېرته ستنو شویو کډوالو سره مرستې کوي، ځمکې پرې وېشي او د کار زمینې ورته برابروي.

ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې په راپور کې د مرکه شویو کسانو د شکایتونو په اړه د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدنې چارو وزارت نظر هم واخلي، خو چارواکو یې اړیکې ځواب نه‌کړې.

د یادونې ده، چې ډېری افغانان له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان، څخه خپل هېواد ته(په دغه هېواد کې د شته ستونزو له امله) په‌خپله خوښه نه‌دي ستانه شوي، بلکې د کوربه هېوادونو له خوا د غیر قانوني یا بې‌اسناده کډوالو په نامه په زوره شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ز کال د جون تر ۳۰مې پورې ایران د شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغانانو کوربه و، چې له دې ډلې نږدې ۱.۴ میلیونه وګړو یې د استوګنې اسناد نه‌لرل.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې نږدې دوه میلیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان بیا له ۲۰۲۳ز کال راهیسې له دوو میلیونو زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي دي، چې یواځې د روان زېږدیز کال په درېیو میاشتو کې ۴۳۹ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي، چې لس سلنه یې په زوره شړل شوي.