د غزني په جاغوري کې د خلکو په مالي مرسته د «یووالي» په نامه د اوبو بند جوړ شوی

د همدې بند عکسونه

د غزني په جاغوري کې د یوه کلي اوسېدونکي د خلکو په مالي مرسته د یوه بند پر جوړولو بوخت دي. دوی وايي، دغه بند د اوبو د زېرمه کولو، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید لپاره جوړېږي. دغو خلکو د بند په جوړولو کې څنګه ونډه اخیستې، څه تمه ترې لري او کارپوهان څه وايي؟

خلکو دغه بند ته «د یووالي بند» نوم ورکړی، هغه چې د افغانستان دننه او بهر د خلکو په مالي مرسته جوړېږي.

د دغه بند د جوړېدو موخه له وچکالۍ سره مبارزه، د اوبو زېرمه کول، د کرنیزو ځمکو خړوبول او د سیمې خلکو ته د برېښنا تولید بلل شوی دی.

د رغونې د دې چارې یوه مسوول محمد یاسین علي‌زاده ازادۍ راډيو ته وویل: «د 'یووالي بند' ساختماني چارې تر ۳۲ مترو رسېدلې دي او اته متره نورې پاتې دي، ویلی شو چې شاوخوا اتیا سلنه کار یې بشپړ شوی دی، دغه بند یواځې د خلکو او خیریه کسانو په مرسته جوړ شوی او بل هېڅ بنسټ یا اداره په‌کې ونډه نه‌لري.»

دی وايي تر اوسه د دغه بند پر جوړولو له دوو میلیونو ډالرو ډېر لګښت شوی دی، چې د هغه په خبره، ټولې پیسې د خلکو له مرستو برابرې شوې دي. د مسوولانو په خبره، دغه بند ۲۷ متره سور لري، د اوبو د زېرمه کېدو لوړوالی یې ۴۰ متره او اوږدوالی یې له ۲۰۰ مترو زیات دی.

خو د دغه بند ګټه یواځې د اوبو تر زېرمه کولو نه محدودېږي. مسوولان وايي، د بند تر بشپړېدو وروسته به شاوخوا زر بزګرې کورنۍ د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د دغه بند له اوبو ګټه واخلي.

د بند یوه بل مسوول طارق تقي‌زاده ازادۍ راډیو ته وویل: «د بند په جوړېدو سره به شاوخوا زر کورنۍ چې په کرنه بوختې دي، د اړتیا وړ اوبه له همدغه بنده ترلاسه کړي، د دغه بند په بشپړېدو سره به په سیمه کې د وچکالۍ ستونزه راکمه شي، که دغه بند نه وای جوړ شوی، شاوخوا ۹۰ سلنه کورنۍ به له کښت او کرنې پاتې وای.»

د هغه په خبره، پلان شته چې په راتلونکي کې له دغه بند څخه شاوخوا ۱۵۰ کیلوواټه برېښنا هم تولید شي او دغه راز به په راتلونکي کې خلک له دغه بند څخه د تفریح او سیاحت لپاره هم ګټه واخیستلی شي.

خو تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې د دغه بند رغنیزې چارې به کله بشپړې شي. د سیمې د بزګرانو لپاره بیا د دغه بند تر ټولو لویه ګټه د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو برابرېدل دي، ځکه چې په تېرو کلونو کې د اوبو کمښت د دوی پر حاصلاتو منفي اغېز کړی دی.

د سیمې یو بزګر چمن‌شاه اکبري وايي، د بند تر جوړېدو مخکې به د اوبو نوبت ډېر اوږد و او د ځمکو حاصلات یې هم کم وو. اکبري ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «د دغه بند تر جوړېدو مخکې موږ ډېرې ستونزې لرلې، په اوړي کې به که اوبه ډېرې وې، دوه اینچه اوبه به وې او هغه هم په اتلسو ورځو کې یو ځل زموږ نوبت رسېده چې خپلې ځمکې خړوبې کړو، د غنمو حاصل به مو که ډېر شو، دوه یا درې بوجۍ به و. خو اوس د خدای شکر دی، حاصلات مو ډېر ښه شوي، لکه غنم، جوار او کچالو. خدای دې هغو خلکو ته خیر ورکړي چې د دغه بند په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.»

د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو پر برابرولو سربېره، د دغه بند جوړېدو د سیمې یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. علي، چې د دغه بند په رغنیزو چارو کې کار کوي، ازادۍ راډیو ته وویل: «ډېر خوشحاله یم چې په دغه بند کې کار کوم او کولای شم د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم. د سیمې خلک هم همکاري کوي. شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ کسان دلته کار کوي او هر کاریګر شاوخوا ۴ سوه افغانۍ مزد اخلي.»

په ورته مهال کې د اوبو د برخې یو شمېر متخصصان وايي، د دغه ډول بندونو جوړول د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې مهم رول لرلای شي. له ډلې یې احمد

په دې سره څاه‌ګانې له اوبو ډکېدای شي، چینې او کاریزونه تغذیه کېږي او اوبه د کښت او کرنې لپاره کارول کېدای شي
جاوید نور د اوبو د برخې متخصص

جاوید نور وویل: «د دغه ډول بندونو جوړول د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا یو مهم عامل کېدای شي. په دې سره څاه‌ګانې له اوبو ډکېدای شي، چینې او کاریزونه تغذیه کېږي او اوبه د کښت او کرنې لپاره کارول کېدای شي. په دې توګه د وچکالۍ اغېزې هم کمولای شو.»

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه بند د جوړېدو په اړه د ازادۍ راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی.

نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی دی، چې د اوبو کمښت پر کرنه، د بزګرانو پر معیشت او د خلکو پر غذایي خوندیتابه اغېز کولای شي او د اوبو د سرچینو په ښه مدیریت او زېرمه کولو یې ټینګار کړی دی. په وروستیو کلونو کې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو او کرنیزو ځمکو ته د اوبو د برابرولو لپاره د کوچنیو او منځنیو بندونو د جوړولو پروژې هم پیل شوې دي.

په جاغوري کې د سنګ‌جوی لومان اوسېدونکي وايي، «د یووالي بند» هم په همدې موخه جوړوي، چې اوبه زېرمه کړي، خپلې کرنیزې ځمکې پرې خړوبې کړي او د اوبو د کموالي پر مهال د اوبو په محدودو سرچینو خپله تکیه راکمه کړي.

اوس د سنګ‌جوی لومان اوسېدونکي «د یووالي بند» بشپړېدو ته سترګې په لاره دي؛ هغه بند چې د خلکو په مرسته جوړېږي او دوی هیله لري چې زېرمه شوې اوبه به یې ځمکې خړوبې او د وچکالۍ او اوبو د کمښت په اړه به یې اندېښنې تر یوه بریده راکمې کړي.