د بشري حقونو سازمان «حالوش» د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د فاطمیون ډلې د ځینو خوځښتونو او ګزمو راپور ورکړی دی. دا ډله تر ډېره له افغان شیعه او هزاره جنګیالیو جوړه شوې ده.
د هغو ویډیوګانو پر بنسټ چې د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې هم څېړلې دي، د فاطمیون اړوند وسلهوال کسان، چې پوځي یونیفورمونه یې اغوستي او پوځي تجهیزات ورسره دي، د زاهدان په ځینو غرنیو سیمو کې لیدل شوي دي.
په یوه بله ویډیو کې چې په پراخه کچه خپره شوې، د فاطمیون ځواکونه د سراوان په یوه ښوونځي کې د روزنې او نښې ویشتلو په تمریناتو بوخت لیدل کېږي. په ورته وخت کې، د سیستان او بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي. په دې لړ کې «حالوش» ادعا کړې چې د زاهدان په «رود ماهي» سیمه کې د وسلهوالو کسانو په ډزو کې د فاطمیون لږ تر لږه څلور غړي وژل شوي دي.
شنونکي، له هغې ډلې مهدي نخلاحمدي، په دې باور دي چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له سقوط او د فاطمیون د مخکښې کرښې د رول له پای ته رسېدو وروسته، ایران د دې ډلې د وضعیت د روښانه کولو لپاره د هغې ځینې ځواکونه د سیستان او بلوچستان په څېر سیمو ته لېږدولي دي.
نخلاحمدي ازادي راډیو ته وویل: «له جګړې وروسته، دې ته په پام چې سپاه پاسداران په سیمه کې ځینې ځواکونه له لاسه ورکړي وو، د دې ځواکونو بیا ځای پر ځای کول چې وفادار خو د سیمې نه دي او د امنیتي عملیاتو د ترسره کولو او په ځانګړې توګه له قومي یا حتی ملي اړیکو پرته د لاریونونو د ځپلو وړتیا لري د اسلامي جمهوریت لپاره یوه ستراتیژیکه ګټه ګڼل کېده.»
په سیستان او بلوچستان کې د فاطمیون د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه راپورونو سیمهییز غبرګونونه هم راپارولي دي. د زاهدان د اهل سنتو امام مولوي عبدالحمید په خپله وروستۍ خطبه کې، د دغو راپورونو په یادولو سره، سیمې ته د نیابتي او غیرسیمهییزو ځواکونو د لېږلو پر موضوع نیوکه وکړه او د ایران له حکومت یې وغوښتل چې د سیمې امنیت سیمهییزو ځواکونو ته وسپاري.
د فاطمیون لواء، چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک تر څارنې لاندې تنظیم شوې، د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د ایران له مهمو نیابتي ځواکونو څخه ګڼل کېده.
د فاطمیون نوم تېر دوبی هم هغه مهال بیا د رسنیو پام ځان ته واړاوه، چې د دې ډلې د مشرانو او قوماندانانو یوه ډله په تهران کې د امام خمیني په مصلی کې د ایران د اسلامي جمهوریت د وژل شوي مشر علي خامنهیي د جسد د درناوي په مراسمو کې ګډون وکړ.
تر اوسه سیستان او بلوچستان ته د فاطمیون د لېږل شویو غړو دقیق شمېر نه دی څرګند. خو په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له سقوط وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې د فاطمیون او د ایران له نورو نیابتي ډلو سره تړلي زرګونه جنګیالي عراق او ځینو نورو سیمو ته وتلي دي.
د نږدې ختیځ د پالیسۍ لپاره د واشنګټن انسټیټیوټ، WINEP، په یوه مفصل راپور کې ویلي چې د بشار اسد د رژیم د سقوط پر مهال، په سوریه کې د فاطمیون د فعالو جنګیالیو شمېر د پنځو زرو او لسو زرو ترمنځ و. د راپور له مخې، د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ، چې د سوریې جګړه په اوج کې وه، د دې ډلې د فعالو ځواکونو شمېر د لسو زرو او شلو زرو ترمنځ اټکل شوی و.