په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ یوه بله پېښه هم ثبت شوه

انځور له ارشیف څخه ـ یو ماشوم چې د پولیو یا ګوزڼ له امله یې ټول بدن فلج شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو یا ګوزڼ د یوه بلې پېښې په ثبت کېدو سره په روان زېږدیز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۵ ته ورسېد. د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګونه او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د کډوالو ویستلو، د دغه ویروس د خپرېدو وېره ډېره کړې ده.

د کوټې اوسېدونکی سید نصیب‌الله په غبرګو پښو شل دی. دی وایي په ماشومتوب کې یې مور او پلار د ګوزڼ ضد څاڅکي نه وو ورکړي او نن یې لوړه بیه د ده نیم‌ژواندی بدن پرې کوي. سید نصیب‌الله وايي: «نن ما ته وګورئ، زه چې تګ راتګ

نن ما ته وګورئ، زه چې تګ راتګ کوم
د کوټې اوسېدونکی سید نصیب‌الله د ګوزڼ قرباني

کوم، تاسو ما ته وګورئ، دا څومره په تکلیف کې دی، زه خو لا بيا هم ښه يم نارينه يم د ښځينو لپاره دا زيات مشکل وي، چې پوليو شوې وي، زموږ ټولنې ته وګورئ هغه بيا د معذورانو هومره خيال هم نه ساتي او بل ډول نومونه ورته کاروي، نو په داسې حالاتو کې که چېرته يوه ښځينه پوليو شي، نو تاسو اندازه کولی شئ چې د هغې به کوم حال وي.»

د نصيب‌الله له همدې خبرو سره هم‌مهاله د خیبر پښتونخوا د بنو تحصیل ډومیل سيمه کې د یوې ۱۷ مياشتنۍ ماشومې د پولیو یا ګوزڼ ویروس معاینه مثبته راغله.

د پاکستان د پولیو بېړنیو عملیاتو مرکز د چارواکو په وينا، تر دې نوې پېښې وروسته په ۲۰۲۶ز کال کې په خیبرپښتونخوا کې د پولیو پېښو شمېر ۴ ته رسېدلی دی او دا ټول په بنو ضلع ډيويژن کې رپورټ شوي دي، له دې سره په ټول هېواد کې روان کال د ټولو پېښو شمېر ۵ ته رسېدلی دی.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده، چې د سېپټمبر له ۲۱ څخه تر ۲۷ نېټې پورې د پاکستان په ۱۹۰ ولسواليو يا ضلعو او دغه راز د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد کمپاین تر سره شو. د چارواکو په وينا چې يواځې په بلوچستان کې په روان کال کې په يوولسو سيمو کې د پوليو ويروس په ولاړو ککړو اوبو کې موندل شوی، چې له افغانستان، په ځانګړې له کندهار څخه هلته وروړل شوی، د چارواکو په وينا دوی په دې اړه د افغان طالبانو له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

په بلوچستان کې د پوليو د مخنيوي ادارې مشر انعام‌الحق وايي: «د کمپاين تر شروع کېدو وړاندې له دوی سره زموږ ملاقاتونه شوي او په دواړو ملکونو کې په يوه وخت کې د پولیو ضد څاڅکو کمپاين پیل شوی و، موږ وخت ناوخته دوی سره په رابطه کې يو چې د خلکو پر تګ راتګ مو نظر دی او موږ سره حالي يو.»

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دواړه وروستي هېوادونه دي، چې لا هم په‌کې پولیو ویروس شته دی او ختم شوی نه‌دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ز کال د سېپټمبر د ۲۷مې نېټې د تازه پولیو راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ز کال په اوږدو کې ۲۵ پولیو پېښې راپور شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) راپورونه ښيي، چې په تېرو کلونو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د خلکو د زيات تګ راتګ له امله پولیو ویروس له پاکستان څخه افغانستان او له افغانستان څخه پاکستان ته لېږدېدلی دی، چې په دغه لړ کې د ماشومانو تر څنګ لوی عمر لرونکي کسان هم د یاد ویروس په لېږدولو او خپرولو کې رول لري.

د یاد سازمان په وینا، افغانستان او پاکستان د پولیو د ختمولو په برخه کې یو ګډ او ننګونکی زون بلل کېږي او تر هغې چې په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د پولیو واکسین کمپاینونه په همغږۍ او یو شان توګه ونه‌شي، په بشپړ ډول د دغه ویروس له منځه وړل به له خنډونو سره مخ وي؛ ځکه په دواړو لورو کې د پرله‌پسې تګ راتګ له امله د ویروس د بیا خپرېدو خطر تل موجود وي.

د پاکستاني چارواکو په خبره د پولیو ضد کمپاینونو پر مهال هر ځل د ملک پر کچه شاوخوا د پینځه لکه ماشومانو میندې او پلرونه خپلو اولادونو ته د څاڅکو له ورکولو څخه انکار کوي.

د دغه انکار لامل د خلکو د عامه پوهاوي او لیک لوست ټیټه کچه او په ځینو سیمو کې د پولیو په اړه د خلکو ناسم باورونه او تبلیغات دي. په پاکستان کې د پولیو واکسین له امنیتي ستونزو سره هم مخامخ دی او وخت ناوخت په‌کې پر واکسیناتورانو او یا هم د هغوی پر ساتونکو پولیسو بریدونه کېږي.

په افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت کور په کور د دغه واکسین د عملي کولو مخه نیولې او ویلې یې دي، چې ماشومان باید د واکسین لپاره د کلیو جوماتونو ته ولېږدول شي. ګوزڼ‌وهلی نصيب‌الله بيا پر ټولو غږ کوي، چې تر پينځو کاله کم عمره نارينه او ښځينه ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي ورکړي، چې د ده په څېر ناعلاجه ناروغۍ باندې اخته نه‌شي.