امریکا په قطر کې په «السیلیه» کمپ کې د مېشتو افغانانو د اوسېدو نېټه غځوي

د امریکا حکومت ټاکلې وه، چې په قطر کې به د «السیلیه» په نامه هغه کمپ تړي، چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې په‌کې درېیم هېواد ته د تګ په تمه څه باندې ۱۰۰۰ افغانان مېشت وو؛ خو اوس یاد حکومت پرېکړه کړې ده، چې د دغه کمپ موده به ۹ میاشتې نوره هم غځوي. په‌کې مېشت افغانان وايي، لا یې هم برخلیک ناڅرګند دی.

د امریکا حکومت ټاکلې وه، چې په قطر کې به د «السیلیه» کمپ د روان زېږدیز کال د سېپټمبر میاشتې پر ۳۰مه تړي، خو وروسته له خپلې پرېکړې په شا شوه او ویې ویل، چې د دغه کمپ موده به ۹ میاشتې نوره هم وغځېږي. په دغه کمپ کې هغه افغانان ساتل کېدل، چې امریکا ته د تګ په موخه یوه درېیم هېواد ته د لېږدېدو په تمه وو. دا هغه افغانان وو، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې او یا هم د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.

د «افغان ایواک/Afghan Evac» مشر شان وان‌ډایور، چې پخوانی امریکايی سرتېری دی او هڅه کوي، دغه افغانان امریکا ته ولېږدول شي، پرون وویل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو به له قطر سره یوه هوکړه وکړي، چې د کمپ د فعالیت موده نوره هم وغځوي.

زه یو ډېر ښه خبر لرم، نن د سېپټمبر ۲۹مه ده، د باندنیو چارو وزیر مارک روبیو د ۹ میاشتو لپاره د 'السیلیه' کمپ د تمدید هوکړه وکړه
شان وان‌ډایور د افغان ایواک مشر

هغه وویل: «زه یو ډېر ښه خبر لرم، نن د سېپټمبر ۲۹مه ده، د باندنیو چارو وزیر مارک روبیو د ۹ میاشتو لپاره د 'السیلیه' کمپ د تمدید هوکړه وکړه، د دې معنی دا ده چې په کمپ کې ټول کسان به خوندي وي، خو د دې معنی دا نه‌ده، چې همدغه مهال به کوم څوک له دغه کمپ څخه امریکا ته راوستل کېږي.»

د امریکايي چارواکو په وینا، په کمپ کې شاوخوا ۱،۰۳۹ افغانان پاتې دي. په دوی کې هغه کسان شامل دي، چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ز کلونو تر منځ یې د امریکا د جګړې په ملاتړ د ژباړنو، امنیتي کارکوونکو او په نورو برخو کې کار کړی و. د «افغان ایواک/Afghan Evac» د معلوماتو له مخې، د کمپ د اوسېدونکو تر ۷۰ سلنې ډېر ښځې او ماشومان دي.

«افغان ایواک/Afghan Evac» په امریکا کې یوه رضاکاره او غیرانتفاعي ټولنه ده، چې د امریکايي پوځیانو د پخوانیو افغان همکارانو د پناه او لېږد په برخو کې هلې ځلې کوي.

د کمپ د فعالیت د نهو میاشتو غځول په لنډ مهال کې په دغه کمپ کې د مېشتو افغانانو د احتمالي جبري ستنولو اندېښنه کموي، خو د دوی د دایمي برخلیک ستونزه لا نه‌ده هواره شوې.

د کمپ یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې لا یې هم برخلیک ناڅرګند دی او دوی له دې کبله پرېشانه دي: «دا پرېشاني ده، شونې ده چې دا موده بیا تمدید شي، په تېرو کلونو کې څو ځلې موده غځول شوې ده او دا د خلکو د روحیې لپاره بده ده.»

دی همدغه راز وايي، له دوی سره ژمنه شوې وه چې امریکا ته به بېول کېږي، په‌کار ده چې اوس هم امریکا ته ولېږدول شي.

په «السیلیه» کمپ کې د افغانانو د اوسېدو د مودې د اوږدولو پرېکړه داسې مهال کېږي چې امریکا له څو درېیمو هېوادونو سره د دغو افغانانو د بیا مېشتولو په اړه خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په راتلونکو نهو میاشتو کې به د کمپ د ټولو اوسېدونکو لپاره د هغوی په‌خپله خوښه د بیا مېشتېدو د لارو پیدا کولو ته دوام ورکړي، خو د کوم هېواد نوم یې یاد کړی نه‌دی.

د امریکا چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې د بیا مېشتېدو لپاره له څو هېوادونو سره خبرې شوې دي. د کانګو د ډیموکراټیک جمهوریت نوم هم د احتمالي درېیم هېواد په توګه مطرح شوی و.

قطر له وړاندې واشنګټن ته ویلي وو، چې د دغه کمپ د اوسېدونکو وضعیت دې روښانه کړي او نور افغان کډوال دې قطر ته نه لېږل کېږي. د امریکا او قطر د لنډمهالې هوکړې له مخې، د افغانانو د بیا مېشتولو مسوولیت له ټاکلې مودې وروسته د امریکا پر غاړه دی.

ازادۍ راډیو د سېپټمبر پر ۲۵مه په یوه راپور کې ویلي وو، چې په کمپ کې مېشت افغانان د ځان د راتلونکي په اړه سختې اندېښنې لري. ډېری یې د ۲۰۲۱ز کال په دوبي کې له افغانستان څخه ویستل شوي او تمه یې لرله چې وروسته به امریکا ته ولېږدول شي.

په دغو افغانانو کې هغه کسان هم شته دي، چې د امریکا له حکومت یا ځواکونو سره یې د افغانستان د جګړې پر مهال کار کړی دی. د بېلګې په توګه، محمد مسعود جمشیدي، ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې په هرات کې یې د امریکا د قونسلګرۍ د امنیتي ساتونکي په توګه کار کړی و او اوس له خپلې کورنۍ سره په «السیلیه» کمپ کې دی.

د کمپ د اوسېدونکو د بیا مېشتېدو بهیر وروسته له هغه له خنډ سره مخ شو، چې د ټرمپ ادارې د کډوالۍ او افغانانو د بیا مېشتېدو په پروګرامونو کې بدلونونه راوستل. د ازادۍ راډیو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې د افغانستان اړوند د کډوالۍ یو شمېر غوښتنلیکونه ودرول شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اوس هم د دغو کسانو لپاره د خوندي راتلونکي د برابرولو هڅې روانې دي، خو ټینګار کوي چې د امریکا امنیتي اندېښنو ته هم باید پام وشي. د وزارت دغه دریځ دا هم څرګندوي، چې واشنګټن غواړي د کمپ د اوسېدونکو لپاره له افغانستان څخه بهر د بیا مېشتېدو لارې پیدا کړي.

د امریکا اوسني حکومت د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال د افغانانو د لېږد په بهیر کې پر امنیتي ارزونو نیوکې مطرح کړې دي؛ خو پخوانیو امریکايي چارواکو او د کډوالو د حقونو ملاتړو دا ادعا رد کړې ده.

د افغان کډوالو د ملاتړ ډله «افغان ایواک/Afghan Evac» وايي، په کمپ کې سلګونه ښځې او ماشومان اوسي او د دې کورنیو د اوږدمهاله وضعیت لپاره باید د بیا مېشتېدو روښانه لاره پیدا شي.