سږ کال په افغانستان کې ډېر انګور شوي، خو بازار یې سوړ دی او بڼوال ترې ممیز جوړوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سږ کال د انګورو حاصلات ډېر دي، خو دا چې د صادرولو لپاره یې لارې تړلې دي، بڼوال اړ دي چې ممیز یې کړي. خو ایا په هېواد کې په معیاري ډول د ممیزو د تولید او پروسېس امکانات شته؟

په افغانستان کې د انګورو د بڼوالو تر دې اندېښنې وروسته، چې صادرات کم او په کور دننه بازارونه ساړه دي، اوس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، سږ کال شونې ده، ډېر انګور په تاکونو کې پاتې شي.

د دې خونې سلاکار خان‌جان الکوزي ازادۍ راډیو ته وویل، انګور چې پاتې شي، بڼوال اړ دي چې ممیز یې کړي، چې په خبره یې، په کور دننه ورته امکانات شته: «انګور سږ کال ډېر دي او زه په دې باور یم چې ډېر زیات به افغانستان کې پاتې شي، نو خلک مجبوره دي، چې ممیز یې کړي. د ممیزو موږ څو فابریکې لرو، دوه په شمالي کې، یوه په کابل کې، په کندهار کې او په هرات کې. همدارنګه، په دودیز ډول یې هم خلک وچوي.»

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، تېر کال په ټول افغانستان کې د انګورو حاصلات نږدې یو میلیون او درې لکه ۷۵ زره، مټریک ټنه وو، خو دا چې سږ کال به څومره وي، اټکل یې نه‌دی شوی.

تېره اوونۍ د انګورو یو شمېر بڼوالو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو بندېدو د دغه محصول صادرات له ستونزو سره مخ کړي او په کور دننه یې هم بازارونه ساړه او بیې ډېرې ټیټې دي.

د ځینو په خبره یې، تېر کال دوی یو من انګور په ۱۰۰ افغانۍ پلورل، خو سږ کال یې بیه ۶۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنه وايي، د سږ کال د انګورو حاصلاتو ته په کتو وړاندوینه دا ده، چې په دغه هېواد کې له ۵۰۰ زرو ټنو زیات ممیز تولید شي.

د دې ټولنې ویاند خالد احمد رحماني ازادۍ راډیو ته وویل، تېر کال دوی د ۱۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۹۰ زرو ټنو څخه زیات ممیز د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادر کړي دي.

رحماني زیاتوي، که څه هم لارې تړلې دي او صادرات اغېزمن شوي، خو په خبره یې

متأسفانه، له پاکستان سره لارې بندې دي او ازادو اوبو ته لاس‌رسی نه‌شته.
خالد احمد رحماني د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو د ټولنې ویاند

هوايي دهلېزونه ورته موجود دي: «متأسفانه، له پاکستان سره لارې بندې دي او ازادو اوبو ته لاس‌رسی نه‌شته. په منځني ختیځ او ایران کې هم جګړې لامل شوې چې د افغانستان صادرات اغېزمن شي، خو هوايي دهلېزونه شته او هیله لرو چې کارګو او چارتر الوتکې د پخوا په پرتله لا ډېرې فعالې شي.»

اوس اوس آریانا افغان هوايي دولتي شرکت اعلان کړی، چې د کابل او ډهلي تر منځ یې خپلې کارګو الوتنې زیاتې کړې دي او اوس په دغه مسیر کې هره ورځ دوې الوتنې کوي.

دغه شرکت د شنبې پر ورځ (د سېپټمبر پر ۲۶مه) په‌خپله اېکس پاڼه ولیکل، د افغانستان صاداراتو او وارداتو ته د اسانتیاوو رامنځ‌ته کولو او د سوداګرۍ د ودې لپاره د هوايي کارګو خدمتونو د لا پراختیا هڅه کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې په دغه هېواد کې د ممیزو تولید او پروسېس څومره معیاري او نړیوال بازار ته د صادرېدو وړ دي؟

د کابل په استالف ولسوالۍ کې د ممیزو د یوې کارخونې ویاند عظیم‌الله، ازادۍ راډیو ته وویل: «ممیز د اروپايي هېوادونو معیارونو ته په پام پروسېس کېږي. د پروسېس پر مهال دوه ځله مینځل کېږي، بیا له کنټرول شوي وچونکي سېسټم څخه استفاده کوو، چې په ځانګړي رطوبت کې په معیاري ډول خوندي شي او میکروبي بار یې کم شي. د ښه پاکولو او کیفیت په خاطر موږ له لېزري سېسټم څخه استفاده کوو.»

دی وايي، چې د دوی کارخونه په ورځني ډول د ۸ زره ټنه ممیزو د پروسېس ظرفیت لري او ځینې نورې فابریکې هم شته چې ورته وړتیاوې لري او د انګورو د باغ لرونکو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

خو په فاریاب کې مخکې د ممیزو د یوې کارخونې خاوند بابر رسولي بیا له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د دوی په ګډون یو شمېر سوداګرو له دې امله چې نړیوال معیار ورته ګران تمامېده، خپلې کارخونې تړلې دي: «موږ مخکې فابریکه درلوده، همدغه پروسېس به مو په‌کې کاوه، خو دا چې نړیوال بازار نه‌شته او خلک نه غواړي زیانمن شي، نو خپلې فابریکې یې تړلې دي.»

د یادونې ده چې د افغانستان وچه مېوه مخکې د پاکستان له لارې هند او د نړۍ نورو هېوادونو ته صادرېده، خو ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د تاوتریخوالي او نښتو تر زیاتېدو وروسته له هغه هېواد سره سوداګریزې لارې، د پاکستان له لوري د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ وتړل شوې، چې دغه وضعیت په دواړو هېوادونو، افغانستان او پاکستان کې، سوداګر او سیمه‌ییز اوسېدونکي له زیان سره مخ کړي دي.

دوی په وار وار د دې لارو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده. کندهار کې د ممیزو یو سوداګر محمود وايي، پاکستان او د پاکستان له لارې هند ته د ممیزو صادرات ډېر ښه وو، آسانه او ارزانه لاره وه.

محمود زیاتوي، که له دغه هېواد سره لارې خلاصې نه‌شي، خلک به ډېر زیانمن شي: «زه خپله د ممیزو کاروبار کوم، لېږم یې. ۴ اعشاریه ۴ کیلو یو من جوړوي. هند ته چې ځي، کیلو ۵۰۰ افغانۍ، ۱۰ کم یا زیاتې او پاکستان ته چې ځي ۴۰۰ افغانۍ، لس کم یا زیاتې. دغه یې نرخونه دي. که لارې خلاصې نه‌شي، کېدای شي خلکو ته ډېرې لویې ستونزې جوړې شي.»