د پښتورګو پلور، د ژوندي پاته کېدو بیه

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې ځینو کورنیو د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره د پښتورګو پلور ته مخه کړې. که څه هم د طالبانو حکومت د بدن د غړو پلور منع اعلان کړی، خو دغه چاره لا هم په ځانګړې توګه د افغانستان په لویدیځ کې روانه ده. سره لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د بدن د غړو په خرڅلاو بندیز لګولی، مونږ هڅه وکړه په ځینو سیمو کې دخلکو لخوا د بدن د غړو د پلور په هکله د طالبانو نظر وپوښتو. خو د طالبانو د حکومت یوې سرچینې په دې اړه له نظر څرګندولو څخه ډډه وکړه. دغه راز هرات کې دوه خصوصي روغتونونه چې د بډوډو د پیوند په عملیاتو تورن شوي ،هغوی هم په دې هکله له څه ویلو څخه ډډه وکړه. په دغه مستند کې مو د پښتورګو د سوداګرۍ بېلابېلو اړخونو ته کتنه کړې چې د بې وزلۍ او ناچارۍ کیسې او د ژوندي پاته کېدو لپاره د دغې بیې پرې کول په کې نغښتل شوي دي.

په افغانستان کې ځینو کورنیو د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره د پښتورګو پلور ته مخه کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت د بدن د غړو پلور منع اعلان کړی، خو دغه چاره لا هم په ځانګړې توګه د افغانستان په لویدیځ کې روانه ده.

سره لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د بدن د غړو په خرڅلاو بندیز لګولی، مونږ هڅه وکړه په ځینو سیمو کې دخلکو لخوا د بدن د غړو د پلور په هکله د طالبانو نظر وپوښتو.

خو د طالبانو د حکومت یوې سرچینې په دې اړه له نظر څرګندولو څخه ډډه وکړه.

دغه راز هرات کې دوه خصوصي روغتونونه چې د بډوډو د پیوند په عملیاتو تورن شوي ،هغوی هم په دې هکله له څه ویلو څخه ډډه وکړه.

په دغه مستند کې مو د پښتورګو د سوداګرۍ بېلابېلو اړخونو ته کتنه کړې چې د بې وزلۍ او ناچارۍ کیسې او د ژوندي پاته کېدو لپاره د دغې بیې پرې کول په کې نغښتل شوي دي.