په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په اوکراین کې د روسیې د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرګژوبله زیاته شوې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، روسیه خپل پوځ ته د نویو سرتېرو د جلبولو او د شمالي کوریا د ۱۰ زره نورو سرتېرو د استولو لپاره تیاری نیسي.
د اوکراین پلازمېنه کيیف په تېرو دوو ورځو کې د روسیې د بریدونو شاهد و.
د سې شنبې په سهار په دې ښار کې د چاودنو غږونه واورېدل شول، خو په اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د دوشنبې په ورځ د کيیف په مرکز کې د اوکراین د علومو د ملي اکاډمۍ پر ودانۍ د بېپیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، د یکشنبې په ورځ په ټول اوکراین کې د روسیې د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان دي.
هغه په خپل ماښامني وېډیويي پیغام کې وویل، اوکرایني ځواکونه د روسیې د هغو جټ انجن لرونکو بېپیلوټه الوتکو په شنډولو کې له ستونزو سره مخ دي چې په لوړه ارتفاع کې الوتنه کوي.
د هغه په وینا، اوکراین توانېدلی چې نږدې ۶۰ سلنه دا ډول الوتکې شنډې کړي.
زلنسکي وویل، روسیې په یوه ورځ پر اوکراین ۱۲۰ بېپیلوټه الوتکې توغولي چې ۹۰ یې جټ انجن لرونکې وې.
هغه زیاته کړه چې د دغو الوتکو د شنډولو لپاره نوي سیسټمونه ازمویل کېږي او ځیني اوکرایني ځواکونهیې لا له وړاندې کاروي، خو د لا اغېزمنېدو لپارهیې کار روان دی.
زلنسکي د اوکراین د پوځي استخباراتو د معلوماتو پر بنسټ دا هم وویل چې روسیې خپل پوځ ته د نویو سرتېرو د جلبولو بهیر پراخ کړی او هڅه کوي په بېلابېلو لارو نور کسان هم پوځ ته جذب کړي.
هغه له هغو هېوادونو چې روسیه ترې خپل پوځ ته کسان جذبوي، وغوښتل چې د دې بهیر د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
زلنسکي همدارنګه وویل، د شمالي کوریا شاوخوا اته زره سرتېري لا هم په روسیه کې دي.
دغه سرتېري په ۲۰۲۴ کال کې د کورسک په سیمه کې د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې د جګړې لپاره روسیې ته استول شوي وو.
د هغه په وینا، اوس د شمالي کوریا د ۱۰ زره نورو سرتېرو د روزنې او روسیې ته د استولو لپاره هم چمتووالی روان دی.
بلخوا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نویو سرتېرو د جلبولو راپورونه رد کړي او هغهیې "بېبنسټه" بللي دي، خو پوتین د سپټمبر په ۲۸مه یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د روسیې د پوځ شمېر ۱۵ زره او ۵۰۰ تنه زیاتېږي.
پوتین د نویو سرتېرو د جلبولو راپورونه رد کړي او هغهیې "بېبنسټه" بللي دي.
دا په روان کال کې څلورم ځل دی چې پوتین د پوځ د شمېر د زیاتولو فرمان صادروي.
په فرمان کې ویل شوي "د روسیې د وسلهوالو ځواکونو رسمي شمېر به دوه میلیونه، ۴۴۱ زره او ۶۳۰ کسانو ته لوړ شي چې له دې ډلې به یو میلیون، ۵۵۰ زره او ۵۰۰ تنه پوځي پرسونل وي".
په فرمان کې د دغه زیاتوالي لامل نهدی ښودل شوی.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د پراخ پوځي یرغل له پیل راهیسې د سرتېرو، وسلو او پوځي تجهیزاتو درانه زیانونه لیدلي دي.
د راپورونو له مخې، کرملېن په پیل کې ګومان کاوه چې دا جګړه به یوازې څو اوونۍ دوام وکړي او د روسیې په بریا به پای ته ورسېږي.
پوتین وروستی ځل په ۲۰۲۲ کال کې د احتیاطي سرتېرو د منسجم کېدو امر کړی و.
د ورته اقدام بیا تکرار ښايي د روسیې د خلکو له پراخ مخالفت سره مخ شي.